نظــر

د هلمند روانه جګړه او ځمکني حقایق!- قاري یوسف احمدي

دهلمند ولایت چي دامریکایي اشغال له پیله   د تودوجګړو او معرکو شاهد دی او پکي په زرګونه  اشغالګر دمرګ کومي ته ولویدل، لاهم دخدای په فضل سره  خارجي وحشیان او کورني غلامان یې  له همدې ترخه سرنویشت سره مخ دي.
دادی یو ځل بیا دهمدې ولایت په  ګڼو ولسوالیو کي چي په سر کي یې دسنګین ،نوزاد او کجکي ولسوالیانې راځي  دکرزي د ادارې له مزدورې اردو ،پولیسو او ایله جاري اربکیانو سره  جګړه روانه ده، چي اوس دوهمې اونۍ ته نیږدې کیږي  نوموړې جګړه ددې هیواد  داصیلو بچیانو له لوري  ددې مفسدینو په خلاف  ډیره په شدت سره روانه ده چي پکي  دسنګین مرکز اوسار وان کلا ټولې سیمې او دنوزاد مرکزي سیمې او دکجکي په شاوخواکي  ددوی مراکز او پوستې  تر بریدونو لاندي دي ،  الحمد لله دهرې ورځې په تیریدو سره مجاهدین  پر مخ روان دي او ددښمن محکمې پوستې او مراکز یو په بل پسي فتحه کوي،  اوس یې دټولو فتحه شویومراکزو او  پوستو شمیره تر اوه دیرش اوړي او دتخریب شویو ټانګواو نورو نظامي وسائلو شمیره یې تر څلویښت اوړي  او تر څلورسوه زیات مزدورعسکر پکي وژل شوي او ډیری یې ژوبل شوي دي.
دکرزي د ادارې بې کفایته او مورال بایللي  اوباشانو او ددوي خارجي بادارانو یې دجګړې توان له لاسه ورکړی ، یواځي او یواځي له دې مظلوم او بې دفاع ولس نه دخپلو تلفاتو  انتقام اخلي چي کلیو او بانډوته هاوانونه او لویې مرمۍ  ګوزاروي ، دخلکو کورونه یې نړولي اوعام اولس یې وکوچیدلو ته اړ کړي دي.
داسلامي امارت مجاهدین چي دهمدې غیرتي اولس له غیږې را پورته شوي  او ددې اولس دسوکالي او هوساینې،  د دوی دعزت ، مال او ناموس دساتنې په موخه یې مبارزه پیل کړې وهیڅ بهرني او یاهم داخلي چاته اجازه نه ور کوي چي ددوی په ژوند او عزت لوبي وکړي،  چي دایې په سیمه کي دبریا را ز هم دۍ.
ماتې خوړلي دښمن چي نور یې دجګړې توان له لاسه ور کړی  او ددوی شومو اعمالو او دا وحشي کردار نور دوی په ټولنه کي منزوي کړي دي پر ځای ددې چي په خپله فاضحانه ماتې اقرار وکړي  دا ډنډورې ږغوي چي دلته پاکستاني جنرالان په جنګ کي برخوال دي  او یا ځیني نور بهرني  اتباع!!؟
خو موږ وایو چي هغه ملت چي له پردیو یرغلګرانو سره په لسهاوو کلونه دجګړې تجربه لري، پخپل همت او توانامټو کولای شي جهادي مبارزه پرمخ بوزي او بل چاته يې دلاس اوږدولو اړتیا نشته، دا یوازي دکرزي اداره ده چي  په درجنونو بهرنیان دخپل اولس په وړاندي په جګړه بوخت کړي دي.
موږ یو ځل بیا خارجي او داخلي پست فطرته دښمن ته دا ور یادوو چي  دلته  د روان کفر او فساد په وړاندي یواځي افغان او مسلمان ځوانان جنګیږي نه بل څوک  دا ابتکار یواځي  د افغاني غازیانو دۍ نه دبل چا.
باید ووایو چي دښمن ته اوس يواځې پروپاګند پاتې دی، دنور هرڅه توان يې له لاسه ورکړی او غواړي چي ددروغجنې میډیا په مټ  ځمکني حقائق پټ او ددنیا والو په ستر ګو کي خاورې وشندي.
موږ دتیر په څیر یو ځل بیا پر رسنیو ږغ کوو چي  دهیواد دغلیمانو لپاره دي بې اساسه تبلیغات نکوي چي دا یوستر جرم او ملي خیانت دی.

قاري محمد یوسف احمدي داسلامي امارت ویاند۴/۹/۱۴۳۵هق2014/7/3م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دانش

د هلمند جنگ د تاریاقو جنگ
د هلمند جنگ د مادی موخو جنگ
د هلمند جنگ د سیمی د جاسوسانو لخوا او د امریکا لخوا خپلو اهدافو ته په لار اچول شوی جنگ

نور د رب العزت هر افغان ته اولا اسلامی او بیا ملی وسیع شعور ورکی

بد بختی نور دول نه وهی
همدا بد بختی ده

حمدالله صابر

الحمد الله چی هلمند کي طالبانو او مجاهدینو په دښمن پریکنده بریدو کړه امریکایان او اجیر حکومت یی سخت ور خطا کړی او همدا رنګه په هلمند کی د اسلامی امارت د بریالو بریدو د وخت منافقان سخت ور خطا او خقه کړی
دالله جل جلاله نه مونږ تل داسلامی امارت د مجاهدینو بریا غواړو او وایو چی
مرګ په امریکا او مرګ یی په غلامانو

kadir mohmand

مقاومت ملی مجاهدبن/طالبان با اجیران صلیبی اردو شورای نظار بایدجنگ مثلثی نمایند در ایام جهاد با روس ها ما اول ارتباط مخابرات شان را و راه های اکمالاتی شان را از بین میبردیم و بعداْ از سه جهت بالای دشمن حمله میکردیم که دشمن از خود دفاع کرده نمیتوانستند که هلمند اول باید فتح شود . وهم مجاهدین به سلاح هوای ضرورت دارند

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x