افغانستان

سر له نن څخه د سپین بولدک او ویش لارې د پخوا په څېر پرانیستل کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ زمري، ۱۳۹۹ل): د رسنیزو راپورونو په اساس ټاکل شوې ده، چې نن د جمعې په ورځ د سپین بولدک او ویش لارې د مسافرو او سوداګرو پرمخ د پخوا په څیر پرانیستل شي.

تبسم راډیو د د کندهار کمیسیارۍ چارواکو په حواله ویلي، چې له پاکستاني چارواکو سره یې د کامیابو مذاکراتو پایله کې دواړو خواوو پرېکړه چې نن د جمعې ورځې په سهار به دغه سوداګریزه لاره د پخوا په څېر خلاصوي.

په ورته مهال پاکستانیو رسنیو او د چمن فعالانو بیا خبر ورکړی، چې د چمن قومي مشرانو په اسلام آباد کې له پاکستاني لوړ پوړو چارواکو سره تر څو ورځنیو مذاکراتو وروسته توانېدلي چې پاکستانی حکومت به د چمن ـ سپین بولدک لار د پخوا په څېر د ټرانسپورټ او مسافرو  پرمخ پرانیزي او خلک به کولای شي په تذکرو او پاسپورټ د کرښې دواړو غاړو ته تګ راتګ وکړي.

د پاکستان حکومت شپږ میاشتې وړاندې دغه دواړه لارې له کرونا وبا سره د مبارزې او ددغې وایروسي ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي په خاطر بندې کړې وې، چې له امله یې دواړو غاړو ته پراته قومونه او سوداګر سخت زیانمن شول.

ددې ترڅنګ په دغه موده کې له تیرې یوې نیمې میاشتې د چمن خلکو د پاکستاني حکومت ددغه اقدام په اعتراض کې لاریونونه او اعتراضیه پرلتونه ووهل، چې بلاخره له زیاتو خبرو اترو او جنجالونو وروسته اوس پرېکړه شوې چې دغه لار به د پخوا په څیر پرانیستل کیږي.

د تیرو شپږو میاشتو بندیز له کبله په یادو لارو کاروبار لرونکو سوداګرو ته ملیونونه ډالره زیان اووښتی دی، چې په خلاصون سره به یې ګڼو خلکو ته د کار آسانتیاوې هم پیدا شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx