افغانستان

ملي امنیت له څلور طالب زندانیانو د بدن غړي غوڅ کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ زمري، ۱۳۹۹ل): په بلخ ولایت کې د ملي امنیت له لوري میاشت وړاندې د نیول شویو بندیانو د بدن غړي په یوه کانټينر کې موندل شوي.

د طالبانو له لوري د پېښې په تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د محمد شفیق، خدایدا، محمد بشیر او جمعه الدین په نومونو یاد طالبان میاشت وړاندې د بلخ ولایت اړوند «کمربند» سیمه کې ملي امنیت نیولي وو؛ چې د تحقیق په مهال یې د بدن غړي ترې غوڅ کړي « دغه بندیان يې د تحقیقاتو په مهال په خورا قساوت سره په شهادت رسولي، د بدن اعضايې ورته ټوټه ټوټه کړي، بیا يې په بوجیو کې اچولي او په یو کانتینر کې یې غورځولي وو، چې نن ورځ يې د بندیانو غوښې پيدا او د سورصلیب لخوا کورنیوته وسپارل شوې.»

طالبانو له بندیانو سره شوی عمل په کلکو ټکو غندلی او د «  دښمن د شکست، رسوايي او سرټيټۍ» وروستی حد یې بللی.

ددې تر څنګ طالبانو د بشري حقونو پر بنسټونو غږ کړی، چې «ددغه راز وحشتونو او ښکاره جنګي جنایاتو په اړه پلټنه وکړي، عاملين وغندي او د بیا لپاره د داسې پيښو مخنیوی وکړي.»

یاده دې وي، چې کابو میاشت وړاندې هغه ويډیو هم رسنیزه شوه چې د جګړې په ډګر کې حکومتي ځواکونو له ورپاتې طالب جنګیالیو د بدن غړي پکې غوڅول او د هغوی په جسدونو یې د تبرونو وارونه کول.

که څه هم حکومت هماغه مهال د خپلو عسکرو له لوري په شوي «جنایت» اعتراف کړی وو او د پېښو د څېړنو ژمنه یې کړې وه؛ خو لا تر دې دمه هم د یادو څېړونو پایلې نه دې رسنیزې شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بس همدا بحال به روان تر هغو چی د سیمی استخبارات مونږه یو له بله سره جنګه وی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x