افغانستان

بادغیس: د ولایتي شورا غړو د نوي والي د ورتګ مخه نیولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ زمري، ۱۳۹۹ل): د بادغیس ولایت د ولایتي شورا یو شمېر غړو یاد ولایت ته د نوي والي د ورتګ مخه نیولې او د مرستیال والي، امنیه قوماندان او نورو چارواکو د ایستلو ګواښ یې هم کړی.

د یک تلویزون د راپور په اساس، د ولایتي شورا وکیلانو او ځايي خلګو د بادغیس ولایت هوایي ډګر د نوالي والي د ورتګ په مخ تړلی او په دولتي بنسټونو کې یې د بادغیسي ځوانانو د ګمارنې غوښتنه کړې.

دوی وایي، تر هغه چې په دولتي بنسټونو کې د بادغیس ولایت د ځوانانو ګمارنې ته پاملرنه ونشي، نوي والي ته به د ورتګ اجازه ورنکړي.

لاریون کوونکو ګواښ کړی، که غوښتنې يې ونه منل شي امنیه قوماندان، لواء قوماندان، د لوا د ارکانو رییس او د ولایت والي به هم له بادغیس ولایت څخه وباسي.

تر دې دمه د بادغیس ولایتي چارواکو د یادې موضوع په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx