افغانستان

غور کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ زمري، ۱۳۹۹ل): د غور-کابل پر لویه لار د ملکي وګړو د سپړلۍ موټر د سړک غاړې ماین ته برابر شوی، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د غور ولایت ځایي امنیتي چارواکي وایي، چې پېښه نن ورځ د غور-کابل پر لویه لار «بادګاه» نومي سیمه کې رامنځته شوې او د ملکي وګړو یو موټر ماین ته برابر شوی، چې په پایله کې يې د ښځو او ماشونو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

ورته مهال د  «نجیب» په نوم د پېښې یوه عیني شاهد «هشت صبح» ته ویلي، چې په یاده چاودنه کې د موټر چلوونکي په ګډون درې نارینه، درې ښځې او یو ماشوم وژل شوي.

نجیب چې د غور-کابل پر لویه لاره موټر چلوي سرچینې ته ویلي، چې ولسي وګړي په سراچه ډوله موټر کې تر ده وړاندې روان وو، چې موټر یې د سړک غاړې ماین ته برابر شو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ماین خښول په سړکونو کی ټول پوهیږی چی دا ناځوانمردانه کارونه د چا لخوا کیږی. الله د دوی تباه کړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x