لیکنېنظــر

سرینا؛ او کابل ته د سولې مخکې راغلی عقل!

استاد محمد زمان مزمل

دوه ورځې مخکې په سرینا کې د افغانستان د مجاهدینو، علماو، ژورنالستانو، اهل فکر او سیاست د ګیڼ او چپ یعنې مجاهد، طالب، سېکولر، خلق ،افغان ملت ټولو د سولې په موخه او د طالب د اسلامي نظام په استقبال غونډه کړې وه او زه هم هغې ته دعوت شوی وم.

ما چې په سرینا کې په دغه لوی شمیر پیژاندو دوستانو حضور ،روحیه او د جلسې نه استقبال ولید زه پوه شوم چې که د سوله واک زموږ ملت ته ورکړل شي ملت پکې هیڅ ستونزه نلري.

د سرینا جلسې او هلته د متعددو سوچونو خاوندانو حضور تفاهم همدلۍ وښوده چې کابل ته د سولې مخکې عقل راغلی ده او هر کار چې د عقل په تدبیر راشي هغه به پوخ وي دغه عزیزان چې په سرینا کې راټول وه هغوی درې کاله مخکې په شلو لارو روان وه نن هغوی خپل عقل سره په پخلا کېدو دا درک کړه چې سوله د ټولو لپاره یوه ملي او دیني موخه ده او د همدې مقدس مشترک دریځ له مخې کولای شو جنګ او جنګي ډلو ته هم لمن وغوړوو او د نه په صورت کې سرغړونکی جهت د ملت په وړاندې واقع کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

مزمل صاحب ! همدا اوس د سولی سرغړونکی(غلام دولت) نه يوازی د سولی څخه سرغړوی خو د سولی فعالان او خواخوږی تروروی او وژنی .
 وليدل سی چی پدی راغلی عقل کی څومره قوت او زور سته او څنګه به د سولی سرغړونکی جهت د ملت په وړاندی واقع کړی .
پدی لاره کی بريالی اوسی .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx