ورزش

بایرن مونشن لوبډلې د چمپینز لیګ پایلوبې ته لار وموندله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ زمری، ۱۳۹۹ل): د المانۍ لوبډلې بایرن مونش فرانسوۍ لوبډلې لیون ته په ماتې ورکولو د چمپینز لیګ پایلوبې لار وموندله.

بایرن مونشن لوبډلې تر دې دمه د ۲۰۱۹/۲۰ پړاو په چمپنیز لیګ سیالیو کې هیڅ ماتې نه ده خوړلې. ددې سربېره یې د برسلونا په څېر سترې لوبډلې ته په ۸-۲ ګولونو ستره ماتې هم ورکړې ده.

د بایرن مونشن او لیون لوبډلو ترمنځ تېره شپه د چمپینز لیګ دویمه نیمه پایلوبه ترسره شوه چې بایرن مونشن لوبډلې لیون ته په ۳-۰ ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووتله.

لیون فرانسوۍ لوبډلې د لوبې په سر کې دوه اسانه فرصتونه له لاسه ورکړل چې د ماتې لامل شو.

د لوبې لومړی پړاو په ۲-۰ د بایرن مونشن په ګټه پای ته ورسېد چې جرمني لوبغاړي سرجیو ګنابري ۲ ګولونه ووهل.

د دویمې پاڼۍ په ۸۸مه دقیقه کې روبن لیونډوسکي د المانۍ لوبډلې په ګټه دریم ګول وواهه او د بریا پخلی یې وکړ.

روبن لیونډوسکي تر دې دمه د روان کال چمپينز لیګ په ۹ سیالیو کې ۱۶ ګولونه وهلي دي، نوموړی که په پایلوبه کې ګول ووهي د رونالډو ریکارډ به مات کړي.

له دې وړاندې فرانسوۍ لوبډلې پاریس سان جرمان د جرمنۍ لوبډلې آر بي لیبزیګ ته په ماتې ورکولو د چمپینز لیګ پایلوبې ته لار موندلې ده.

د فرانسوۍ لوبډلې پاریس سان جرمان او المانۍ لوبډلې بایرن مونشن ترمنځ به د چمپینز لیګ پایلوبه یکشنبه د شپې په ۱۱:۳۰ بجې د پرتګال په پلازمینه لشبونه کې پېل شي.

پاریس سان جرمان لوبډلې په لومړي وار د چمپینز لیګ پایلوبې ته لار موندلې خو د بایرن مونشن لوبډلې ۵ واره د یادو سیالیو اتلولي ګټلې ده.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به پایلوبه په زړه پورې وي، چې د پاریس لوبډلې لخوا نیمار او کیلیان امباپی دي او له بلې خوا د بایرن لوبډلې سره روبن لیونډوسکي او توماس مولر په څېر غوره لوبغاړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x