ټکنالوژي

مایکروسافټ بالاخره د «انترنیت ایکسپلورر» د بندولو پریکړه وکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۹ل): د مایکروسافټ مشهور شرکت پر انترنیت د لټونې مشهور ویب براوزر بالاخره له ۲۵ کالونو وروسته ختم اعلان کړ.

د انډيپنډنټ ورځپاڼې د راپور پر اساس، د ټکنالوژي مشهور شرکت مایکروسافټ اعلان وکړ چې د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۷مې نیټې به له ۳۶۵ اپلیکیشنو او خدماتو څخه د انترنیت ایکسپلورر ۱۱ ملاتړ ختم کړل شي.

بل لوري ته به مایکروسافټ ټیمز ویب اپلیکیشن د ۲۰۲۰م کال د نومبر له ۳۰مې نیټې د انترنیت ایکسپلورر ملاتړ ونه کړي، په داسې حال کې چې اوسمهال د انترنیت ایکسپلورر ځای مایکروسافټ ایج نیولی دی.

لا هم په نړۍ کې یو شمېر ویبپاڼې او اپلیکشنې انترنیت ایکسپلورر کاروي، خو د مایکروسافټ شرکت هڅه کوي په یوه وخت کې دوه فعال براوزونه لرې کړي.

د ټکنالوژي مشهور شرکت مایکروسافټ له کلونو راهیسې هڅه کوي چې خپل د لټون ویب انترنیت ایکسپلورر له منځه یوسي، چې بالاخره یې ددې لپاره د ۲۰۲۱م کال د اګست ۱۷مه وروستۍ نیټه وټاکله.

په دې لړ کې یاد شرکت په ۲۰۱۵م کال کې د مایکروسافټ ایج په نوم د لټونې ویب وړاندې کړ، تر څو انترنیت ایکسپلورر له منځه یوسي او پرځای یې مایکروسافټ ایج کار پېل کړي، خو بالاخره یې اوس وروستۍ پریکړه اعلان کړه.

په ۱۹۹۵م کال کې د مایکروسافټ شرکت له لوري د انترنیت ایکسپلورر په نوم د لټون ویب پرانیستل شو، چې په ۲۰۰۳م کال کې یې ۹۵ سلنه کاروونکي درلودل، خو په ۲۰۰۴م کال کې د موزیلا فایرفوکس او په ۲۰۰۸م کال کې ګوګل کروم شهرت وموند او انترنیت ایکسپلورر یې شاته وغورځاوه.

باید وویل شي چې په تېره نږدې کې انترنیت ایکسپلورر د نړۍ تر ټولو کم کارېدونکی لټونی ګڼل شوی، په داسې حال کې چې ۷۰ سلنه خلک ګوګل کروم او پاتې نور موزیلا فایرفوکس کاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx