ورزش

محمد نبي د کرکټ بورډ د غړي په توګه وټاکل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی محمد نبي وروسته له هغې چې عاطف مشعل یې له دندې ګوښه کړ، د کرکټ بورډ د غړي په حیث اعلان کړ.

د کرکټ بورډ عمومي مشر فرحان یوسفزي پر خپله ټویټر پاڼه د هغو کسانو نوملړ اعلان کړی چې د کرکټ بورډ د غړو په حیث به دندې ترسره کوي.

په دې نوملړ کې ضیاء الحق امرخیل، حسینه ساپۍ، هارون میر، فریدون الهام، ګلالۍ نور ساپۍ، محمد نبي، روح الله خانزاده او عبد الرحمن الکوزی شامل دي.

څه موده وړاندې کرکټ بورډ اعلان وکړ چې په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل یې د کرکټ بورډ له غړیتوب څخه ګوښه کړی دی.

د کرکټ بورډ د یادې اعلامیې په غبرګون کې عاطف مشعل ویلي وو چې نوموړي یو کال وړاندې د کرکټ بورډ له غړیتوبه استعفا وړاندې کړې وه.

باید وویل شي چې محمد نبي اوسمهال د ویسټ انډيز په کرابین لیګ تجارتي سیالیو کې لوبیږي، او هم مهاله لا هم د ملي لوبډلې یو له مهمو لوبغاړو څخه شمېرل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x