ورزش

راشد خان په شل اوریزو لوبو کې «۳۰۰» ویکټې په نوي ریکارډ بشپړې کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۹ل): د ملي لوبډلې تکړه سوکه توپ اچونکی راشد خان د نړۍ تر ټولو ځوان لوبغاړی شو چې په شل اوریزو سیالیو کې یې «۳۰۰» ویکټې بشپړې کړې.

۲۱ کلن راشد خان چې اوسمهال د ویسټ انډيز په کرابین لیګ سیالیو کې د باربډوس ټریډنټ لوبډلې له لوري لوبیږي، وتوانېد د تیرې شپې په لوبه کې د محمد نبي ویکټې په سوځولو ۳۰۰ ویکټې بشپړې کړي.

د کم عمرۍ سربېره راشد خان د لوبو په نسبت هم تر ټولو چټک لوبغاړی شو چې په کمو سیالیو کې د ۳۰۰ ویکټو ترلاسه کولو ریکارډ په خپل نوم کوي.

راشد خان ۲۱ کاله او ۳۳۵ ورځې عمر لري، چې تر دې دمه یې په ټولو شل اوریزو سیالیو کې ۲۱۳ لوبې ترسره کړي او ۳۰۰ ویکټې يې اخیستې دي.

https://youtu.be/Or7RdACG6PE

هغه په ۴۸ نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب ۸۹ ویکټې ترلاسه کړي دي، په داسې حال کې چې پاتې نورې ویکټې یې په نړیوالو مشهورو لیګونو کې اخیستې دي.

وړمه ورځ راشد خان په کرابین لیګ سیالیو کې په ځانګړې توپ وهنې او غوره توپ اچونې سره یو وار بیا د نړیوالو کرکټرانو او مبصرینو د بحث موضوع ګرځېدلې وه.

راشد خان لومړی لوبغاړی و چې په ۲۰۱۷م کال کې یې په کرابین لیګ کې د ویکټو هیټریک وکړ، هغه دغه راز د ایرلینډ پر وړاندې په نړیوالو سیالیو کې هم هیټریک وکړ، په همدغې کال د استرالیا په بیګ بیش لیګ کې یې هم د ویکټو هیټریک ترسره کړ.

https://twitter.com/BBL/status/1214813667339816960?ref_src=twsrc%5Etfw%7Ctwcamp%5Etweetembed%7Ctwterm%5E1214813667339816960%7Ctwgr%5E&ref_url=https%3A%2F%2Fwww.nunn.asia%2F157410%2Fd8b1d8a7d8b4d8af-d8aed8a7d986d88c-dbb2dbb0dbb0-d8b4d984-d8a7d988d8b1db8cd8b2db90-d984d988d8a8db90-d8a7d988-d8afd8b1db90-d987db8cd9bcd8b1%2F

ګوګلي ماسټر د نړۍ په بېلا بېلو لیګونو کې خپله جادو ښکاره کړې، نوموړی د استرالیا تجارتي لیګ (بیګ باش) سربېره، د هند په آی پي ایل، د سویلي افریقا په امزانسي لیګ، د ویسټ انډيز په کرابین لیګ او د انګلستان په ویټالیټي بلاسټ لیګ کې لوبېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x