واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

روسیه انتظار لري چي د بندیانو تبادله ژر تر ژره عملي سي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ زمري، ۱۳۹۹ل):د روسیې د خارجه وزارت ویاندي اغلي ماریا زاخارووا د پنجشنبې په ورځ وویل مسکو توقع لري چي د بندیانو د تبادلې ستونزه به د طالبانو او کابل ادارې تر مینځ د افغان د سولي پروسه و نه ځنډوي. 

هغې زیاته کړه«موږ د طالبانو لدې اقدامه هرکلی وو چي د فبروري د ۲۹ د موافقې سره سم يې زر تنه افغان امنیتي ځواکونه آزاد کړل. موږ دغه راز انتظار لرو چي د باقي پاته بندیانو د آزادېدو په اړه د جمهورریس اشرف غني هغه تصمیم ژر تر ژره عملي سي چي د لويي جرګې راوروسته يې اعلام کړ.» 

اغلې زاخارووا وايي د بین الافغاني خبرو شروع کېدل د افغانانو او د افغانستان د خارجي دوستانو په ګټه دي. 

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندي د بین الافغاني خبرو په لاره کي د نویو خنډونو په اړه وویل چي دا موانع د هغو شپږو بندیانو د آزادولو په ارتباط دي چي پر خارجیانو باندي په حملو کي ښکېل ول. هغه وايي بل خنډ د کابل حکومت هغه نوې مطالبه ده چي له طالبانو څخه د څو تنو خاصو عسکرو آزادېدل غواړي. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx