شعـــــرونهویډیو

د لوګر په څرخ کې د طالبانو، ژورناليستانو او مدني فعالانو د سولې او ورورګلوۍ مشاعره «ويډيو»

نن ټکی اسیا (جمعه،۳۱ زمري، ۱۳۹۹ل):څه موده وړاندې په تېرو شلو کلونو کې په لومړي ځل د لوګر ولايت په څرخ ولسوالۍ کې ددې ولايت د طالبانو، مدني فعالانو او ژورنالیستانو په هڅو د سولې او ورورګلوۍ په نامه يوه ولسي مشاعره او غونډه جوړه شوې وه چې پکې ګڼ شمير شاعرانو او ولسي خلکو برخه اخيستې وه.

په دې مشاعره کې استاد محمد زمان مزمل، مولوي محمد عليم بسمل، فيض محمد ځلاند، چینار ټکور، ذاکر جلالي، شفيع اعظم او ګڼو نورو شاعرانو او ويناوالو په هيواد کې د سولې، امن او د افغانانو د يووالي په اړه شعرونه او ويناوې وړاندې کړې او په هيواد کې يې د سولې او امن د راوستلو لپاره يې دا ډول غونډې مهمې وبللې.

ددې مشاعرې ځينې مهمې برخې په ويډيويي بڼه دلته کتلی شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پیر محمد

موږ خو همدغه نعری درته وهو چی طالبان دی د جنګ جګړی په عوض خپله انرژی په دغسی مشاعرو، ادبی ، فرهنګی، سیاسی او اجتماعی موضوعاتو مصرف کړی، مګر تاسی خبر نه یاست یا هم ځان نه خبروی چی په لوګر کی طالبان هره ورځ دری څلور ځله داسی جنګ جګړه له دولتی عسکرو سره کوی چی زیان یی یوازی او یوازی عوامو ته رسیږی، نه عسکر او نه هم طالب پکښی مری بلکه مړ، زخمی او در په دره پکښی عوام دی.

جمیل

داسی عوام دی خدای خوار کړی چی د کفری اشغالګرو او د هغو د منافقو غلامانو څخه ګیلی نکوی خو د خپلو مجاهدو وروڼو څخه ګیلی کوی او ملامتوی یی .

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx