افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد: عبدالباقي امین د سولې مخالفینو وواژه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ زمري، ۱۳۹۹ل):د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د سولې د هڅو پر فعال «عبدالباقي امین» باندې برید  په کلکو ټکو غندلی او د سولې د مخالفینو کار یې بللی.

د سولې د هڅو فعال «عبدالباقي» امین په کابل کې د پوهنې وزارت د علمي شورا رییس، د سلام پوهنتون استاد او د قاصد ستراتيژيکو څېړنو رییس  هم وو، چې له اوږدې مودې يې د سولې هڅې کولې؛ خو وړمه په کابل کې کور ته نږدې ترور کړل شو.

خلیلزاد «امین» د لوړو فکرونو خاوند عالم بللی، چې دده په خبره، د هغو کسانو په لاس ووژل شو، څوک چې د سولې پروسه ځنډول او له منځه وړل غواړي.

خلیلزاد وړاندې زیاته کړې، چې د عبدالباقي امین روح ته د احترام تر ټولو غوره لار داده چې د جګړې شدت راکم او بین الافغاني مذاکرات ژر تر ژره پیل شي.

یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې د سولې د هڅو د چټکتیا تر څنګ د سوله ییزو فعالینو د ترورونو او ورته د ګواښونو پېښې زیاتې شوې.

وړمه ورځ حکومت د فاریاب ولایت په «قیصار» ولسوالۍ کې حکومت د «اسدالله کاکړ» په نوم د یوه سوله ییز فعال کور بمبار کړ او د نوموړي د کورنۍ غړو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

کابل مېشتي سیاسي فعالین د «عبدالباقي امین» په څېر د سیاسي فعالینو ترور د حکومت د داخلي کړیو کار بولي.

سوله ییز فعال او د الجزیرې پخوانی خبریال «ولي الله شاهین» وايي «د حکومت په داخل کې به ځیني حلقې د همدې لپاره فعالې وي، چې د سولې لپاره هڅه کوونکي له منځه یوسي. عبدالباقي امین نه لومړی سړی و او نه به وروستی وي.»

د کابل پوهنتون استاد «اسد وحیدي» هم په ورته نظر دی. د نوموړي له انده، هره ورځ خلګ وژل کېږي، خو حکومت يې په وړاندې بې تفاوته دی او هيڅوک یې په تړاو نه نیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

بیهمته بی ایمانه ښه سم په خبر یی ولی نه وایی چی چا ووژی ؟

جلال

حكومت خو وژنى، مگر زمونژ مفلوج خلك ولى دا دله او ديوث حرامى غلامان، دغسى رذايلو ته پريژدى؟

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx