شعـــــرونه

مسـت هلمنــده!

 لـه غـرور نه دي واري شــم مسـت  هلمنــده زما کوره
واشــنــټن درنـه لـوګـی شــه  صـدقـه دي شـم له شوره
پــه هـر مـَوج هـــره څــپه کـي دایــاغـي سـرونـه راوړه
پــه تیـزۍ دنــوح طــوفان شه  په  کافـرو پسي واوړه
تـــه وا نــې یــې ازمــویلی  لــه پخــوانه دې بـدرنګــو
تـه وا اوس یــې اړولـــې پــر ســرو پیــا لې دبنـــــــــګو
تـه وا نـه یـې دي ګـالــلي ستـا لــه تـــورې نه زخـمونه
ته وا نـه یــې دي لیـــدلي ستـــا دمســتو تـاړاکـــونـه
دلتــه تــورې فـولادي دي دلــته تـــورې وړي ســرونـه
دخــپل تن په وینـو لــژند صلیـبیان خــوري تنـدکـونه
دا هلــمنـد به هـــم میوند شـــي  هره پیغله یي مـلالــــه
دبــَــرَیـو لاپـــــې مــــکـړه دشــــــــــلم قــــــرن دجــــــالـــــه
په ټیټ سر به ورنه تښتې ! دغازي افغان مـورچل ده
له سرزورو دي حــال واخلـــه پر سـرونـو یې اور بل ده

ر م ساقیار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x