ټکنالوژي

د ۲ ټریلیونو په ارزښت، ایپل د امریکا تر ټولو ارزښتناک شرکت اعلان شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۹ل): د ټکنالوژي مخکښ شرکت ایپل یو بل څلي ته رسېدلی چې په ۲ ټریلیونو (۲ زره ملیارده) امریکایي ډالرو د سټاک بازار په ارزښت سره د امریکا تر ټولو زیات شتمني لرونکی شرکت ګرځېدلی دی.

د بهرني خبري اژانس په وینا، ایپل شرکت د کرونا وبا سربېره چې نږدې په ټوله نړۍ کې یې خپل ټول پلورنځي او سټورونه تړلي وو، د شرکت په ونډه کې ۵۰ سلنه ډیروالی راغلی دی.

راپور زیاتوي د ایپل ونډه د چهارشنبې په ورځ ۱.۴ سلنې پورې په هر سهم کې (۴۶۸.۶۳) ډالرو ته لوړ شوی دی.

په امریکا کې دویم تر ټولو ارزښتناک شرکت امازون دی چې د بازار ارزښت یې ۱.۷ ټریلیونو (۱۷۰۰ ملیارده) ډالرو ته رسیږي، د کرونا وبا پرمهال ددغه شرکت په شتمنۍ کې په پراخه کچه ډیروالی راغلی دی. د امازون شرکت خاوند د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی.

له ایپل او امازون وروسته په امریکا کې دریم خورا ارزښتناک شرکت د ګوګل تر ملکیت لاندې «الفابیټ» دی چې ۱ ټریلیون یا ۱۰۰۰ ملیارده ډالره ارزښت لري.

که څه هم په امریکا کې د کرونا وبا تر ټولو زیاتو پېښو اقتصادي حالت جدي اغیزمن کړی او له ۱۹۲۰م کال وروسته په لومړي وار سخت حالت ته رسېدلي، په داسې حال کې ایپل شرکت د یاد هېواد تر ټولو ارزښتناک شرکت بلل شوی دی.

د ایپل شرکت چارواکي وایي چې د کرونا وبا او ګرځبندیز پرمهال د ایفون ځیرک موبایلونو، ایپاډ او میکس کمپیوټرونو په خرڅلاو کې په انلاین ډول په پراخه کچه زیاتوالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x