افغانستان

کابل: د قره باغ پر ولسوال وسله وال برید شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل ولایت شمال ته پرې ولسوالۍ قره باغ پر ولسوال وسله وال برید کې د نوموړي د یو ساتونکي د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

د قره باغ ولسوال خواجه حنیف صدیقي رسنیو ته ویلي، پرون د پنجشبنې په ورځ ماسپښين یوه نیمه بجه د کابل ـ پروان پر لویه لار د قره باغ ولسوالۍ اړوند کې ورباندې وسله وال برید ترسره شوی.

نوموړی زیاتوي، په دغه برید کې هغه ته زیان نه دی اووښتی؛ خو یو ساتونکی یې وژل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx