افغانستان

حیدري: د اړتیا په صورت کې د کابل په ګلدرې ولسوالۍ کې هم اربکیان مسلح کوو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل والي محمدیعقوب حیدري د ګلدرې ولسوالۍ مشرانو سره په کتنه ویلي، که اړتیا پېښه شي په دې ولسوالۍ به اربکیان مسلح او په کار واچوي.

نوموړي دا څرګندونې ګلدرې ولسوالۍ ته د سفر پرمهال کړي او ویلي دي چې د کابل د شمالي ولسوالیو خلکو تل له حکومت څخه ملاتړ کړی او د پلازمېنې کابل د امنیت په برخه کې یې مثبت رول اداء کړی دی.

د کابل والي که څه هم د ګلدرې ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکړی چې د پوځي عملیاتو او جګړو له امله خپل کورونه خوشې نه کړي؛ خو په دې وروستیو کې ددې ولسوالۍ ګڼو کورنیو د جګړو او پوځي عملیاتو له امله خپل کورونه پرېښي دي.

د اربکیانو بدنام تاریخ په کتو د کابل والي محمدیعقوب حیدري خلکو ته ویلي، چې په هیڅ  صورت د اربکیانو د مسلح کولو پلوي نه کوي؛ خو د امنیت لپاره که خلک وغواړي ددې ولسوالۍ له خلکو به اربکیان تشکیل او مسلح کړي.

په دغه ناسته کې د ګلدرې ولسوالۍ خلکو د اربکیانو او هرقسم ملیشو له تشکیل سره کلک مخالفت ښکاره کړ او په خپلو سیمو کې یې د امنیت غوښتنه وکړه.

باید وویل شي چې په دا وروستیو کې د کابل شمال شکردرې، ګلدرې، استالف او قره باغ ولسوالیو کې په دولتي عسکرو او پوستو وسله وال بریدونه زیات شوي، چې له امله یې حکومتي عسکر د خلکو په کورونو توغندويي بریدونه او چاپې وهي او ګڼې کورنۍ یې ګډې کولو ته اړ شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

ویشتلی مایې روغ به نشي …..که اربکیان د مور میړونه کړې فاسده !!

عظيمی

د افغانستان امنیت ولاړی اوس د کابل په امنیت بدل سوو۔ سمه ورته ووایه چه تاسی د ځان او د ځان په شان د څو اوباشانو او غلامانو قرباني کړم ۔ چه ځای یی راشي زه به د خپلو بادارانو سره لکي د پښو په مابین کي و تښتم او تاسی ته به دښمني د خپل وطنوالو سره در پریږدم۔

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx