نړۍ

اردوګان د ایاصوفیا نه وروسته یو بل مسجد له موزیمه خلاص کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ زمري، ۱۳۹۹ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان د آیاصوفیا مسجد نه وروسته د یو بل پریښوول شوي مسجد د بیا پرانیستنې امر کړی.

د «کاری» یا «عتيق علي باشا» جامع مسجد په استانبول ښار کې موقعیت لري.

د نوموړي مسجد ودانۍ په شپږمه میلادي پیړۍ کې د بیزنطیانو لخوا د کلیسا لپاره رغول شوې وه او په ۱۵۱۱م کال د عثماني خلافت په وخت کې په مسجد بدله شوه.

په ۱۹۵۴م کال د ترکیې حکومت د پریکړې په اساس د ښوونې وزارت اړوند په موزیم او ګودام بدل شوی و. خو تېر کال د اردوګان حکومت نوموړې پرېکړه لغوه اعلان کړه او نن یې د نوموړي مسجد د عملي پرانیستنې امر وکړ.

په دې وروستیو کې د ترکیې یو بل تاریخي مسجد (ایاصوفیا) هم بیرته د لمونځ کوونکي پرمخ پرانیستل شو. د ایاصوفیا مسجد ودانۍ د ترکیې د پخواني ولسمشر کمال اتاتورک لخوا په موزیم بدله شوې وه. خو د ولسمشر اردوګان لخوا بیرته مسجد وګرځول شو او د ۸۶ کلونو نه وروسته تېره میاشت په لومړي ځل پکې د جمعې لمونځ ادا شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

کاش چی مونږه ترکیان وای تیر له دغه بیغیرته پښتون قوم څخه چی د اسلام او افغان نوم یی پر نړی بد کړ.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx