نظــر

شهید استاد امین؛ یو په واړه کردار کې نه ځاییدونکی استاد!

استاد محمد زمان مزمل

یو فوق العاده پېچلی پړاو:
د شهید ډاګټر امین شهادت زه د خپل پړاو د ډیرو متضادو فوق العاده بدو او ښو ځانګړنو ته متوجه کړم:

اول: د اجیرو قاتلانو پړاو!
انسان نه پوهیږي اخر د وژلو لپاره خو یوه فوق العاده انګیزه پکار وي د بل انسان وژل ،د ښه انسان وژل، د څو پوهنتونونو استاد وژل، د څو شهادتنامو لرونکي انسان وژل،  د سوله ایزو تحقیقاتي مراکزو مشر انسان وژل، په سوله کې د مصروف قدرمن د سړو علمي ادبیاتو څښتن ډاګټر شهید امین وژلو شاته قاتل څه ترلاسه کړل؟ په کوم کتاب کې به یې نوم ولیکل شي؟ د کارنامو لرونکو انسانانو په کوم سجل کې به یې خلک نوم په سر کې ولیکي؟

دا نن چې هغه د خپلو بچیانو او د بچیانو د مور سره  ناست وي او ددې اجرتي قتل په خیرات یې ګډه ډوډۍ نوش جان کوي هغه بې وجدانه نه پوهیږي چې هغه د خپل کور درې برابره نور کورونه ړنګ کړل.

واقعا ددې دومره ښوو انسانانو وژل شهید ګهیځ ،شهید احدي ،شهید فرقاني ،شهید پیماني،  شهید مژده ،شهید غلام محمد نیازی او بیاهم شهید ایاز نیازی او د شیهد عبدالباقي د اجیرو قاتلانو دا تور سجل پدې نه ارزي چې موږ خپل پړاو د اجیرو قاتلانو په نوم ونوموو.

دویم:
همداسې چې زه ګورم هره ورځ د یوه شهید په مرګ هومره غمجن کیږم لکه زما مشر ورور جمال لالا چې مړ وي او پدې کې مبالغه هم نکوم او د اسمان خدای شاهد دی چې زه پکې رښتینی یم د ډیرو سره یې د خپلوۍ او وینې مشترکات هم نلرم او داسې به زما په شان ډیر نور هم وي او دا پدې خاطر چې د سونامیو پدې بدرنګ پړاو کې چې مرګونه او شهادتونه پکې ډیر دي همداسې پدې پړاو کې پیژندګلوي، ملګرتوب او د لالهانده ژوند بلا مشترکات دي چې انسان د بل په مرګ کړوي.

په شهید عبدالباقي مې پدې خاطر خوا زخمي شوه چې د نږدې نیمې پیړۍ اشنا مو وه د تعلیم او درس لپاره په دوزخي سوډان کې او اٌمي درمان کې یې په لالهاندیو ماسترۍ او ډاګټرۍ راوړې.

پدې خاطر پرې خفه یم چې دغه د وردګ لالهانده بچي په څلورو نړیوالو پوهنتونونو کې د استادۍ عزت ګټلی وه، پدې خاطر پرې خفه شوم چې زما د سولې دیرش کلن ملګری وه او چې ډیر یې خفه کړم اخر د یو درجن کونډو ،یتیمانو شهید پلار دی.

په همدې موخه دا پړاو زموږ په هېواد کې باید د پیژندګلوۍ او ملګرتوب پړاو ونوموو ځکه هره ورځ یو څوک مري او هره ورځ په یو چا ډیر دردیږو.

دریم:
څومره چې دغه لوغړن ارګ ته غیرِ مشروع او د پردیو غلام حکومتونه راغلل او له خپل ولس سره وجنګیدل هومره ولس هم دې غیر شریعي حکومتونو ته سر ټیټ نکړ، که څه هم ځینې په وروستیو کې په لویو کنفرانسونو، لویو جرګو او په انتخاباتو راغلل ولې اکثره جرګې یې نېمګړې د پردیو په انتخاب، په پردیو هېوادو کې او یا د ځانکړو ډلو یوه صنف پورې مربوطې وې او یا هم په هغه تقلبي انتخاباتو کې راغلل چې د یوه شهید د دعا پړو او خواخوږو په اندازه انسانانو پکې شرکت ونکړ.

په همدې خاطر دا پړاو د مداخلګرو او غلامو تپلو حکومتونو د ماتولو د ویاړ افتخار دی که د یتیمانو او کونډو په حوصله بوج نه راځي نو افرین په دې ملت شه چې د اشغالګرو او د هغوی د غلامو په ماتولو کې یې ریکارډ جوړ کړ.

که په شهید ډاګټر صاحب باندې زموږ د خواخوږۍ دا تسلیت نه اوږدیده ما به نور هم ددې پړاو نورې ځانګړنې هم په ګوته کړې وې.
شهید ډاګټر عبدالباقي په وردګو کې د یوې باعزته کورنۍ غړی او قدرمن والدصاحب عبدالکبیر یې په وردګو کې د جهاد په دوران کې د قومي لویې شورا مشر وه هغه په فقه او قانون کې ماستري او ډاګټري واخیستله او بیا په جامعه افریقا وروسته د لیبیا په طرابلس کې په یو پوهنتون کې استاد شو او بیا وروسته په اسلام اباد کې د اسلامي نړیوال پوهنتون استاد شو او فعلا په سلام پوهنتون کې بالفعل استاد وه.

د هجرت په دوران کې دغه ماسترۍ، ډاګټرۍ او د څلورو پوهنتونو استادۍ ته پورته کیدل د هر عادي انسان له توان پورته کار ده او چې ژوندی وه موږ جنګ او مصیبتونو دومره مصروف کړي و چې له دغه عزیز استاد مو کم واوریدل او کم مو ومنل او چې زما غوندې څوک یې پیژني د هغه په زړه کې د خپل ملت لپاره د هغو لمبو چې په موټر کې وسوځیده سل برابره لمبې وې.

شهید ډاګټر صاحب د بلا مصروفیتونو تر څنګ د درې کورو د مشرتابه او د استادۍ، صنف او درس مصروفیت تر څنګ هومره د سولې لپاره وکړیده چې کله کله به یې زه دعوت کړم نو زه به له شرمه هم ورتلم چې دغه مصروف انسان څنګه د سولې لپاره وخت پیدا کوي.

په اخرو څلورو کلونو کې متبادلو روابطو او مینې دومره وده کړې وه چې له ما څخه ډاګټر صاحب همیشه غوښتل چې په هفته کې دوه ورځې میلمه شم او ماته به یې ویل ستا بحث ،زړه خواله او اکاړه مې خوښیږي.

او وروستی چې ډیر پرې متاثر شوم چې تېره شنبه مې له شهید ډاګټر صاحب سره د سولې په اړه ملاقات وه ولې د تره د زوی واده ته تګ له ما دغه بزرګوار او وروستی ملاقات واخیست.

خدای دې دده شهادت قبول کړي او دده یو درجن یتیمانو او خواخوږو لپاره له زړه له خپل مولا تسلیت او هغه څه غواړم چې هغوی پکې دغه دروند غم وزغمی شي.
روح دې ښاد وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
یاسر

” إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ ”
شهید ډاکټر صاحب ته د الله(ج) په دربار کی جنت فردوس او د قدر وړ کورنی ته یی اجر اعظم غواړم
امین یاربالعلمین،
نپوهیږم چه د ارګ کرغیړنو څیرو او بیواکه غلامانو ته څه لیکم،

احمد خان

بسم الله الرحمن الرحیم
غنی و محب و نبیل و اتمر و ناصالح و دیگر سگان و خوکان (با معذرت از سگان و خوکان محترم، که چنین پستان و رذیلان بی نهایت بی شرف و حقیر را با آنها مقایسه نموده ام) باید که در خاده های نوک تیز سه متره، همراه بی بی گل رذیل، از حلق آویزان شوند، تا دل ما بر این جنایتکاران بی شرف و بی آرزم یخ نموده و مردم ما از شرشان خلاص شود. حسبناالله و نعم الوکیل

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx