شعـــــرونه

را پاڅئ ميړنيو چې كاروان له لاسه ځي/ سربڼ

عبدالغفار سربڼ

را پاڅئ ميړنيو چې كاروان له لاسه ځي
تر څو چې مونږ رغيږو قدردان له لاسه ځي

ناولي را غونډ شوي د سرو زرو پر انبار
تور مخي پاچاهي كړي بيا زمان له لاسه ځي

تير شوي هيريدی شي نوی نسل پوهيدی شي
ناخوالو ته كړيږو خوږ جهان له لاسه ځي

مسجد دی شهيد شوی كورونه لگيدلي
قران په سمه لولئ ټينگ ايمان له لاسه ځي

لاهم په بدو مست دي مرئي كله سميږي
مردار په وينو مينځو كه نه ځان له لاسه ځي

غمجن له ډيره سوزه د ويرجن ملا تړلي
هر څومره چې ژړیږي ټول توان له لاسه ځي

خټګر له مرگه ساته كورونه لا نړیږي
ځان پوه كړه ای پښتونه نن ودان له لاسه ځي

انصاف ته غاړه كيږده، درواغ له واره پريږده
زاهده اوس خبر شه پيروان له لاسه ځي

ميږې په وزر راغله مرغان كډه كوينه
دا لوبه كه جاري وي تل انسان له لاسه ځي

لمبیږي به تر كله په سرو وينو كې ولس
دشمن له كوره باسه ماشومان له لاسه ځي

ښارونه خراب شوي په لمسون د يو ابليس
سر غوڅ شو د تور سرو زوړ او ځوان له لاسه ځي

طالبه بختوره سر دې جار کړ له پښتونه
ژر ژر په لاره درومه چې ارمان له لاسه ځي

غم مخوره همايونه دا دنيا څښتن لري
سجده كوه په بيړه بل جهان له لاسه ځي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx