شعـــــرونه

د ستر بدلون خوب/ حافظ محمد انور

حافظ محمد انور

له زندانه راوتل د يوسف مخو زندانیانو
د شګون پيام لري، پام مو وي زما یارانو
په دا شپه مې څه خوبونه دي لیدلي
سم رښتيني تعبیرونه راته راکړئ ماهرانو

ګلستان ته را دننه شوې څو غواوې
ځينې لنګې وې او ځينې پکې زاړې
په خپل سر به ګرځېدې او څرېدلې
کله به په منډو وې کله ولاړې

دا څاروي ټول به هر چا ته غُورېدل
خره به کُوټو سره پټ پټ سُونګېدل
خنزيرانو هم شول دننه شين چمن ته
او تخريب د ګلدانو ته پسخېدل

ناڅاپه را پيدا شول د باغ اصلِ مالکان
وهل يې په کوتکو دا کم عقله حيوانان
په تېښته شول هر لور ته په ترپکو
او پاتې شول له دوی څخه واړه واړه بچيان

شوه ورکه تروږمۍ او آذان وشو د سهار
شبنم په اورېدو شو، موسم راغی د بهار
ټول مړاوي ګلان يو دم راتازه په غوړېدو شول
نسيم په الوتو شو، بلبلان په چغه هار

زما په آند خو دا دی بشارت د ستر بدلون
دا ځکه هر غلام له ورايه ښکاري جګرخون
د سرو لښکرو د شکست په زمانه هم
ليدلی وه (انور) دا ډول خوب او نوښتون

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx