افغانستانسولې اړوند خبرونه

چین او پاکستان د بین الافغاني مذاکراتو په سمدستي پیلېدو ټینګار کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ زمري، ۱۳۹۹ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» چین ته تللی،  هلته یې له خپل چینایي سیال سره د نورو  مسایلو تر څنګ د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړې او د یوې ګډې اعلامیې له لارې يې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کړی، چې د سولې لپاره له رامنځته شوي تاریخي فرصت ګټه واخلي.

په خبرپاڼه کې چین او پاکستان د افغانستان په موضوعاتو د ګډې همکارۍ په لا غښتلتیا ټينګار کړی، د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په برخه کې يې  د طالبانو او حکومت له لوري د شویو هڅو ستاینه کړې او وړاندې يې د مذاکراتو له لارې په یوه سیاسي جوړجاړي ټینګار کړی.

خبرپاڼه کې وړاندې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ شوی، چې د سولې له رامنځته شوي تاریخي فرصت ګټه واخلي او افغانستان کې د ثبات د تامین په موخه هر څومره ژر چې شوني وي؛ بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

د چین او پاکستان له لوري د بین الافغاني مذاکراتو په ژر پیلېدو ټینګار داسې مهال دی، چې د کابل حکومت له لوري د پاتې طالب بندیانو د خلاصون د پروسې درولو د یادو مذاکراتو پیلېدو ته راټوکېدلې هیلې مړاوې کړې.

حکومت ادعاء لري چې د یو شمېر طالب بندیانو د خلاصون په اړه د بهرنیو هیوادونو ملاحظاتو د پاتې بندیانو د خلاصون پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړې.

ورته مهال طالبان بیا حکومت تورنوي چې د سولې د خبرو ځنډولو په هدف ددوی د پاتې بندیانو په خلاصون کې «ناغېړي» کوي.

د طالبانو له قوله، که ددوی پاتې بندیان خلاص شي دوی به د یوې اوونۍ دننه له ټولو افغان جهتونو سره مذاکراتو ته کېني.

تر دې وړاندې داسې تمې وې چې ښايي د بین الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو درې ورځې وړاندې د روانې اګست میاشتې په «۱۶» مه په دوحه کې پیل شي او تر هغه وروسته د ټولو اړخونو په توافق دویم پړاو په بل هیواد کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx