واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

د امریکا انتخابات او افغانستان

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ زمري، ۱۳۹۹ل): البته پدې کي هیڅ شک نسته چي د امریکا داخلي سیاست او انتخابات د افغانستان پر عمومي اوضاع باندي ژور اثر لري. د دې خبري اصلي علت دا دی چي افغانستان یو اشغال سوی ملک دی، او د متحده ایالاتو انتخابات د افغانستان سیاسي محاسبه بدلولای سي. 

همدااوس په امریکا کي د جمهوري ریاست لپاره انتخاباتي کمپېن په خرپ او شدت روان دی، او د دیموکرات حزب رسما جو بایډن خپل نوماند وټاکی. 

ټرمپ:

که چیري ټرمپ انتخابات وګټي، په اغلب ګومان به د افغانستان په مورد کي خپل نظر او پالیسي عملي کړي. په بل عبارت، د قطر موافقه به اجرا کړي. او د بل کال (۲۰۲۱) د مې تر میاشتي پوري به خپل ګرده عسکر له افغانستانه راوباسي. 

خو په راتلونکو انتخاباتو کي د ټرمپ کامیابه کېدل په شک کي دي. د امریکا د عامه افکارو سروې ښيي چي ټرمپ به انتخابات بایلوي. 

د ټرمپ په ناکامه کېدو کي کورونا ستر نقش لري. اقتصاد خراب دی. زیات امریکایان بېکاره دي. د شتمن او غریب تر مینځ تفاوت زیات سویدی. په امریکا کي اقتصادي بې عدالتي نخرې کوي. امریکا په خپل ټول تاریخ کي د نن په شان اقتصادي بې عدالتي نوه تجربه کړې. د امریکايانو تر مینځ طبقاتي ټکر او بدبیني تر بل هر وخت زیات سويدي.

په سیاسي لحاظ امریکا کاملا په اولیګارکي بدله سوېده. څو ثروتمنو امریکایانو د امریکا حکومت او اقتصاد انحصار کړیدی. څو ثروتمنو شرکتونو، د امریکا جنګي ماشین، او څو مقتدرو افرادو د امریکا د سرشاره خزانې چور او تالا ته ملاوي تړلي دي. اداري فساد زیات سوی دی. د امریکا ګرده سیاسي او اقتصادي نظام خوسا او ظالمانه سویدی. د امریکا دیموکراسي او د قانون حاکمیت ریشخند سوی دی. 

بلخوا، متحده ایالات په سیاسي او نژادي لحاظ په خطرناکه توګه قطبي سويدي. په ملک کي د مختلفو اقوامو تر مینځ ژوري کندي ایجادي سويدي. د امریکا په ګوټ ګوټ کي د پولیسو د تشدد او خشونت پر ضد روانو څو میاشتنو ولسي اعتراضونو دا وښوده چي خلګ سخت ناراضه دي. د امریکا په تاریخ کي پدې شدت او پراخوالي مدني اعتراضونه نه ول سوي. 

په هر حال، که چیري ټرمپ انتخابات بایلوي، د افغانستان جنجال به جو بایډن ته په میراث پرېږدي. جو بایډن به د امریکا دریېم جمهورریس وي چي د افغانستان کشاله ورته په میراث رسېږي. 

جو بایډن:

البته که چیري جوبایډن انتخابات وګټي، هغه به د بل کال د مې تر میاشتي پوري وخت ولري چي د افغانستان په باب فیصله وکړي. په بل عبارت، هغه به قریب څلور میاشتي وخت ولري.

څرګنده خبره ده چي جو بایډن به په لومړیو میاشتو کي د خپلي کابینې په جوړولو بوخت وي. دغه راز، هغه به په لومړیو ورځو کي د اروپايي اتحاد سره خپل روابط سم کړي. د ایران ذره وي موافقه به بېرته راژوندۍ کړي. سمدستي به امریکا بېرته د پاریس موافقې (چاپېریال او محیطي موافقې) ته متعهده کړي.

تر ټولو مهمه دا چي جو بایډن به هڅه وکړي چي د امریکا اقتصاد بېرته سمبال کړي. د بېکارانو کچه راکمه کړي.  د ثروتمن او غریب تر مینځ تاریخي تفاوت او بې عدالتي څه ماست مالي کړي. د اقتصادي بې عدالتۍ د راکمولو لپاره څه نمایشي اقدامات وکړي. په بهر کي د امریکا جنګره او خشنه نظامي ګرا څېره څه نرمه کړي. 

په هیواد کي دننه روان زیاتېدونکی نژادي تشنج او تصادم څه راکم کړي. د امریکايي اقوامو تر مینځ موجوده پراخ درزونه څه ترمیم کړي. او بالاخره د امریکا له لا زیات قطبي کېدو مخه ونیسي. 

جو بایډن او افغانستان:

البته د افغانستان په اړه د جو بایډن نظریات تر ډېره حده معلوم دي. کله چي د جمهورریس اوباما مرستیال وو، جو بایډن افغانستانه ته د زیاتو عسکرو د استولو مخالف وو. 

د سږ کال د جمهوري ریاست د مناظرو په جریان کي جو بایډن وویل: افغانستان یو ملت نه دی. افغانستان څو ټوټې دی. افغانستان به هیڅکله هم یو ملت نه سي. 

خو په مجموع کي جو بایډن د افغانستان د جنګ مخالف دی. یو ځل يې د سپیني ماڼۍ  په مجلسونو کي په قهر ویلي ول چي هیڅکله به هم خپل زوی د افغانستان عبث جنګ ته وا نه ستوي. 

یو کرت یې حامد کرزي ته مخامخ ویلي ول: صاحبه، که تاسي رشتیا د امریکايي عسکرو له موجودیته په عذاب یاست، لطفا په عام محضر کي ووایاست چي امریکایان دي له افغانستانه ووځي. 

البته دا هم باید زیاته کړم چي جو بایډن د امریکا د سیاسي اسټبلیشمنیټ او حاکمي طبقې یو پخوانی او وفاداره سیاستوال دی. د امریکا سیاسي اسټبلیشمنیټ په کُل کي نظامي ګرا، خشن، جنګ طلبه، او بې رحمه دی. 

نتیجه:

زما عقیده دا ده چي که چیري ټرمپ انتخابات وګټي، هغه به د قطر موافقه عملي کړي. خپل عسکر به له افغانستانه راباوسي. د افغانستان ظالمانه اشغال او بې پایانه او نابرابر جنګ به ختم کړي. 

مګر که چیري جو بایډن انتخابات وګټي، هغه به هم له افغانستانه امریکايي عسکر راوباسي، خو ښايي څه ځنډ په کي وکړي. ځکه د جو بایډن لومړیتوبونه به د اقتصاد سمول، له اروپا سره د امریکا د روابطو ښه کول، د ایران ذره وي موافقه بېرته راژوندۍ کول، او بالاخره له افغانستانه د خپلو عسکرو راایستل وي.  

دا هم ممکنه ده چي جو بایډن به ښايي د خلیلزاد پر ځای کوم بل څوک مقرره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
واحد جان

خداي مو خوار که په دا لیکنه!
ښه لیکنه په هر صورت دا انځور مو د چا وراچولی، دا خو نه ټرمپ دی او نه هم بایډن!
او که په سناټور ګراهام پسي خپه سوي واست ؛)

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx