نظــر

دا غني ولې داسې كوي؟

عبدالغفار سربڼ

هر يو افغان دا سوال  ځوروي چي غني ولې دا غير منطقي او بې مفهومه كوږ وږ او زيگزاگ رفتار، كردار او گفتار لري، ولې يې ځان په ليونتوب وهلی او ولې لکه د سرکس جوکر خپله د ځان پېښې کوي.

آيا دا عمل ددې لپاره كوي چې فكري تعادل نه لري يا دا چې دا ټول د تگلارې او سياست برخه ده.

زه په دې يقين نه لرم چې دا شخص دې معيوب، معلول او معذور وي، دا په سناريو كې همدغسې ليكل شوي چې دی بيگاه يوه خبر وكړي، سهار بله، غرمه بيا بله، همدا شان عمل هم بيا داسې وكړي چې هم له خبرو او هم له فكر سره په ټکر كې وي.

د دوی په تهذيب كې دې ته دوی surprise يامعجبه وايي. دی كله داسې شی كوي چې كورنۍ او دوستان او انډيوالان يې هم تعجب كوي، خو هيڅکله هغه چوکاټ نه پریږدي کوم چې دۀ ته د واکدار او بادار له خوا مقرر دي او هغه د کړنو تګلاره چې ده ته په لاس کې ورکړل شوې ده په ډیر دقت اجراء کوي.

دا خبرې، دا نڅا او دا چیغې او بغارې، ټول حرکات او کړنې ددې لپاره دی کوي چې هم خپل انډیوالان  هم خپل شریکان او هم خپل سیالان که کیڼ لاس دي او که قوم پالي او که مخالفین يعنې د اسلامي امارت طرف  دی په خپلو کړنو ګیچ، وسواسي او ګنګس کړی؛ خو دا ددۀ فکر دی خلک دده د بادار په چلونو پوه دي، نو سوال دادی چې ولې دې داسې کوږ وږ عمل کوي.

زما په اند دی له اوله دې کار ته د امریکې له خوا ګمارل شوی و چې دننه په نظام کې دغه رنګارنګ ډاکوان, جنګي مجرمان, د جهاد په نامه غله,چپي یتیمي کړي، قوم پرستان او تکنوکراتان اداره او مدیریت کړي البته د سکاټ میلر او د امریکې سفارت په زور، ځکه کرزي ته هغه وخت کافي جنجالونه جوړ وو خو دده په دوره کې داخلي سیالان او تربوران د عبدالله (دا قصدي اله لیکل شوی نه الله) په ډله کې او د دوهم مدیر او شریک په توګه راجمع کړل شول تر څو ناخوالې او مخالفتونه کنترول شي او له چوکاټ نه ونه وځی.

دا خو ټول لکه د چونګښو ټوکري غوندې یوه مجموعه ده، چې یوه ټوکري ته وراچوي بله خیز کړي ځان بیرته اوبو ته واچوي، دغسې یوه طایفه ده د دوی په ټوکري کې جمع کول د کرزي له وسې نه شوه پوره نو دا نوی مدیر راغی او دا ماموریت یې په غاړه واخیست.

دا چې دی په دې ماموریت کې څومره کامیابه دی باید له دوو عینکو ورته وکتل شی:

د افغانانو له سترګو او دده د امرانو؛ افغانان دۀ ته د ناکامه او مزدور په سترګه ګوري. امران او دده استخدام کوونکي دۀ ته د کامیابه او پر سناریو روان مامور په توګه ګوري. دا خبرې چې دی ېې د پښتو او وطن په هکله کوي فقط د بیعقلو د مصرف او خوراکې لپاره دي.

په سیاست کې مجریان او مخکښان  تل  داسې ويشل کيږي چې ځینې د جلب او جذب او دعوت کار له پاره مهارت لري.

دوهمه ډله د مدیریت او جوړونې ماهران دي.

دریمه برخه د خرابولو کنټرول شوي مدیریت مهارت لري.

دا غني ددې لپاره نه وو راغلي چې دلته دولت جوړ کړي، ملت جوړ کړي وطن جوړ کړي.

امریکایان پوهیدل چې که د دوی نظام غارتګر او یرغلګر دی او دا چې کابل کې د دوی حلیفان او انډیوالان دي دوی غله او خرابکاران دي ځکه دوی ابدا دا قصد نه درلود چې دلته کوم شی جوړ کړی.

پاملرنه:
د افغانستان د ورانولو له پاره د تروریزم په نامه جنګ کې تر اوسه څه د پاسه ۲,۵ زره ملیارده ډالره مصرف شوي،

خو د تش په نامه باز سازۍ او بیا رغونې لپاره ۱۴۲ملیارده ډالره دقت دا پیسې امریکایي میشتو شرکتو ,ان جي او ,افرادو او بیا کابل ادارې ته ورکړل شوې او د فوج  د بیا جوړولو او سمبالولو پیسې هم په دې کې شاملې دي.

یوه ساده محاسبه د ودانولو له پاره یوه روپۍ او د ورانولو له پاره ۲۵ روپۍ لګول یعنې ۱/۲۵ دادی تناسب.

یو هیواد چې په دومره پیسو وران شي څرنګه به په هغو پيسو اباد شي چې یو پر پينځه ویشتمه برخه کمې دي او بیا هغه پيسې هم د پردیو او د غلو په اختیار کې وي.

ارقام او احصاییه د دوی قصد او عزایم د دې ولس له پاره څرګند  انځور په ډاګه کوي.

که څوک له دې سړي نه دا توقع لري چې دی دې حتی یو ګام د دې وطن د ارامۍ او سوکالۍ لپاره اوچت کړي په غلطه دی، ځکه دا ددۀ له توان نه لرې ګڼل کیږي او له هغه دستوري لایحې  سره چې ده له سي ايي ای ا و امریکایي ادارو سره کړی او دده د کار د قرارداد سند دی، په ټکر کې راځي.

اوس بیا دا سوال مطرح کیږي چې دی او د دوی ټولو هغه بادار دا پیچلې لوبه ولې پر مخ بیايي، دا ځکه چې ناټو او امریکا ډیر بد لوبغاړي دي او تل داسې لوبې کوي چې خپلې ګټې یې خوندي وي او اخر کې هم داسې یو عمل تر سره کوي چې مظلوم قومونه دۀ ته احتیاج او په دوی تړلي وی او استقلال یې نیمګړی او ګوډ وي.

دده وظیفه دا ده چې ټول افغانان داسې سره وپاروي او وجنګوي چې د خلکو او د دنیا ټول پام او فکر له اشغال له ناکامه یرغل له شکست او د افغانستان د بیا فاتحانه بري له لوري بل لوري ته واړوي، يعنې دلته د امریکایانو له وتلو نه وروسته داسې یوه جګړه راوپاروي او جوړه کړي چې ټولې ګوتې له ناټو نه خپله افغانانو ته ونیول شي لکه تیر ځل چې نجیب او ببرک مړ ژواندي ته دا وظیفه ور سپارلې وه.

اوس دا ماموریت د غني او دده ټیم ټه سپارل شوی دی چې تر سره یې کړي، کله جرګه غواړي،  کله لس بندیان خوشي کوي، کله د سولې فعالان وژني، کله بمبارد کوي، کله سفارتو ته زنګونه وهي او همدا چیغې وهي چې تاسو دومره پيسې او قربانیانې ورکړي او اوس چې جمهوریت او دموکراسي په خطر که ده تاسو غلي یاست، ولې زمونږ خوا کې نه دریږئ؟

بیا کله خپل سیالان،تربوران او داخلي شریکان ویروي چې:
طالب (ببو!!!)راغی اوس به مو وخوري، دا ټوله د يوې ډرامې بیلې بیلې صحنې دي چې فقط د راتلونکي افغانستان د بې ثباتۍ لپاره کیږي، دا بیعقل په دې نه دی خبر چې افغانان په دې لار یو وار تللي ان شا الله دا ځلې به ونه غولیږي.

الحمد لله د اسلامي امارت له خوا  دا کامل یقین شته چې له هغه غار نه چې یو ځل دا قوم چیچل شوی دوهم ځل چیچلو ته پرینږدي  خو مشکل په هغو یاد داشت هیرو او بیخبرو وطنوالو کې دی چې لا د جمهوریت او دموکراسۍ چې اصلا سوټه کراسي ده  په مینه کې غرق دي او په همدې نامه لا تر اوسه څلور ځلې تاریخي غولیدلي.

له دوی نه یو اصلي سوال لرم:
تاسې دا وطن د دموکراسۍ له پاره غواړي،
که وطن غواړي چې د دموکراسي یا بل کوم کراسي له پاره قربان کړی  وطن که نه وي نو دموکراسي به مو په څه کار درشي.

امارت خو اسلامي نظام غواړي د وطن له پاره ځکه بې له هغه وطن نه پاتیږي، نیمه پېړۍ تاریخ ګواه دی.

تر هغو چې ټول نه وي تحریک شوي او ټول یو لوی کشمکش ته نه وي چمتو شوي، دی به د تفرقې او نفاق او  د بیزو په شان تګ لاره پر مخ بیایي او په دغو کار نامو کې فقط د یرغلګر ګټې پرتې دي، ددی ټولو شاته  لاندې اهداف نغښتي دي:

۱:بې مسوولیته انخلا او انسحاب

۲: د هرې بې ثباتۍ پړه پر افغاني په خصوص په طالبانو اچول.

۳:له هرې بیا رغونې ځان ایستل

۴:له جنګي جرایمو او خساراتو اوږه خالي کول.

۵: که وطن کې اخ و ډب او داخلي جګړه وي خو د  د دوی بهانه جوړه ده چې د نا امنیو له امله  د بیا رغونې او ثبات مرستې بندې کړي.

۶: له هر شي نه مهمه خبره داده چې کله حالات ترینګلي او جګړه يیز وي تل د نظامي، سیاسي او مالي مداخلې دروازې خلاصې وي.

شا او خوا ته هیوادونه لکه لیبیا، سوریه، عراق سوډان، مالي او داسې نور… نظر وکړي تر څو د غني او ددۀ د بادار په پټو او ښکاره اغراضو پوه شئ.

۷: د غرب دا نیت دی چې کامله سیکولره اداره خو کابل کې جوړه نه شوه خو کم له کمه  د هغو ډلو په مرسته چې د خپلو غونډو شویو پانګو سودا لري او هغو کیڼ لاسو  سیاسیونو او ګمراه پخوانیو جهادي مشرانو او وطني دموکراتانو او ماړه ملایانو او قوم پرستو مشرانو په مرسته او د اجیر فوج په مټو داسې یو موازي او هموزنه ډله او بدیل په کابل کې جوړه کړي چې هره شیبه د بیا مداخلې او اشغال وس او طاقت ولري.

۸: د غني او عبدالله که هر حرکت ته ځیر شو نو صرف همدغه تګلاره په نښه کوي دا یو ډیر اسان فورمول دی، «تفرقه واچوه او اوبه خړې که»  چې یرغلګر پړ نه شي او ټوله پړه پر افغان او طالب واچول شي.

۹: ټول هغه چې د ناټو له اصلي نیت نه نه دی خبر په تعجب دا پوښتنه کوي چې امریکا ولې داسې کوي مونږ خو د دوی دوستان او دموکرات او جمهوری طلبه انډیوالان یو…..

فکر کوي چې اوس هم پس له څلویښتو کلو ناټو امریکا دوی ته ثبات و امنیت راولي  بیداره شي.

ورونو د باثباته افغانستان په جوړولو کې د ناټو ګټې تضمین کیدلی نه شي، دا منطقه دوی نا امنه غواړي د څار او جاسوسۍ له پاره، یا اشغال او یا بې ثباتي.

فقط په دین او وطن مین د امارت اسلامي سرښیندونکي د خپلو فطري  تعهد او وجایبو پر بنا غواړي چې د اشغال علت او د مداخلې اسباب ټول له مینځه ولاړ شي او تر ابده دفن شي.

اخري پوښتنه!
ورونو وطنوالو اوس ماته ووايئ چې د ابلیس څو نورې څېرې به مونږ ووینو؟

الله دې دوی په خپل قيد او فتنې کې ناکامه کړي.

والله خير الماكرين.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بادام

سړبن صاحب لکنه دی ژوره ده او زیات نقاط دی پکښی رانغښتی دی! تاسو یادونه کړی چی په افغانستان کښی دناټول مرستندویان په تعجب سره دا پوښتنه کوی چی موږ خو د ناټول په ځانګړی ډول د امریکی دوستان یو نو بیا هغوی ولی زموږ سره داسی نا څرګند چلند کوی؟؟ اسلامی ارشاداتو په ځانګړی ډول قرآن عظیم الشان کتاب دا ثابته کړی چی کافرهیڅکله د مسلمان دوست کیدای نسی خو ترهغه وخت چی کټه یی پکښی نغشتی وی. زه وایم چی دوی دی دا پوښتنه د ځانوڅخه نه کوی دوی دی قرآن ته موجه سی. تاریخ هم په په… نور لوستل »

جميل

خيرونه مو په نصيب سه ډير ښه تحليل مو کړيدی .
يوه خبره چی ښه روښانه او ښکاره ده هغه دا چی و موئمن ته الله تعالی د بری زيری او وعده ورکړيده چی مونږ يی په رڼو سترګو وينو ، دا چی د نړی ټولو کفارو او منافقينو په ګډه تر اوسه افغان مجاهدين چی په نشت سره برابر سوی وه مات نکړای سول اوس خو يی مات څه چی مخه به يی هم ونسی نيولای ان شاءالله .

pattang

عنوان معقول ندی ! ولې داسې کوي ؟ هر غلام خرڅ شوي په تیرو بشري تاریخونو کې داسې کړي دي لکه چې غني یې اوس کوي !! د بیغیرته اولس د ملا تیر مات دی چې ټول را پورته شي او غلام یې له بادار سره يو ځای له افغانستانه وشړي ! ګیله کول د ضعف نخښه ده !!

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x