افغانستان

بادغیس: وکیلانو او ځایي خلګو د والي مرستیال ډبولی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۱ زمري، ۱۳۹۹ل): د بادغیس ولایت سرپرست او د پخواني والي مرستیال ادعاء لري، چې په ولسي جرګه کې د بادغیس خلګو په خپل دفتر کې وهلی ډبولی.

تېره ورځ د بادغیس ولایت وکیلانو او یو شمېر اوسېدونکو د اعتراض په ډول یاد ولایت ته د نوي والي «جمعه ګل همت» د ورتګ مخه ونیوله او ګواښ یې وکړ چې والي ته به تر هغه مهاله د ورتګ اجازه ورنکړي، تر څو چې په دولتي بنستونو کې د بادغیسي کدرونو او ځوانانو د ګمارل کېدو ژمنه نه وي ورسره شوې.

لاریون کوونکو د هوايي ډګر ځغاست لیکه تړلې وه او د نوي والي الوتکې ته یې د کېناستو اجازه نه ورکوله.

دوی ددې تر څنګ ګواښ کړی وو که غوښتنې يې ونه منل شي امنیه قوماندان، لواء قوماندان، د لوا د ارکانو رییس او د ولایت والي به هم له بادغیس ولایت څخه وباسي.

تازه د والي مرستیال «هشت صبح» ورځپانې ته ویلي، چې د لاریون کوونکو له ډلې په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلګو استازو په خپل کاري دفتر کې ډبولی.

نوموړي لاریون کوونکي په چور او چپاول او بې نظمي تورن کړي او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې د هغوی د ور پېژندل کېدو غوښتنه کړې.

ورته مهال د ولایتي شورا او پارلمان غړي بیا د والي د مرستیال څرګندوې ردوي او خپلې غوښتنې برحقې بولي.

ددوی له قوله، که حکومتي بنسټونو او ادارو کې بادغیسي کدرونه ونه ګمارل شي، لاریونونه ته  به دوام ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x