نظــر

د توچۍ له غاړې (۱)- ګام په ګام له وزیرستان سره

د توچۍ سیند. . . دا د شمالي وزیرستان له شنو درو،یخو ناوو او سېرابو غرونو راوتلی سیند دی چې دښامار غوندې کوږ ووږ ددې جنت نشان وطن په سینه باندې غځیدلی دی، توچۍ د شمالي وزیرستان په ډبرین بدن کې  د شریانونو د شبکې په څیر خور وور پروت دی، چیرته چې شمالي وزیرستان شته همالته د توچۍ کوم ښاخ او سرچینه هم رسیدلې ده، توچۍ چې په کومه پیمانه د وزیرستان له وجود څخه اوبه ځبیښي او ځان سیرابوي ، په همدومره سخاوت د وزیرستان تږیو ته اوبه ورکوي، شاید داسې وزیر، مسود او دوړ به نه وي چې ددې سیند په اوبو یي تنده نه وي ماته کړې ، توچۍ  له رزمک ، شوال ، محمدخېل ، خیسوره او دته خیلو را ونیسه ، بیا تر میرانشاه ، عیدک اومیرعلي پورې درست وزیر اولس ته  له خپلو شنو غاړو یخې او رڼې اوبه ورکوي،توچۍ سیند آرام او سنګین رود دی چې باوقاره یون یې همیشنی عادت دی، مګر د وزیرستان دځمکې او آسمان غوندې دا سیند هم یو د مستۍ او لیونتوب رګ لري،آرام توچۍ سیند کله په مستۍ راځي، څپې یي توپاني شي، او مزاج یي داسې جلالي شي ته به وایي میرزاعلي خان وزیر له کوم پیرنګي سره دوڅار شوی دی، کلونه وړاندې چې افغان مهاجرین  له روسي تاړاک څخه  وزیرستان ته واوښتل، دحالاتو له ناهموارۍ توچۍ سیند هم د خپل جلال په اوج او موج کې و، هغه مهال توچۍ سیند د کډوالو یو ډک موټر لاهو کړی و چې له همدې امله ورته مهاجرو افغانانو ( خوني خوړ) لقب ورکړ .
نن سبایوځل بیا توچۍ توپاني شوی، دا ځل یي روسي تاړاک خوب نه دی تښتولی، بلکې دانګریز بچوړی پنجابي پوځ  یي غرور او میړانه راننګولې ده .
دا څو اونۍ کیږي، چې د پیرنګي ناخلفه زوذات پنجابی پوځ له بنو اوښتی او د توچۍ غاړو ته رسیدلی دی، دجهاد په دې وروستي سنګر (وزیرستان ) کې د ایمان او بې دینۍ توده معرکه روانه ده ، هوکې . .  د توچۍ غاړې یوځل بیا د خپلو وزیرو او مسیدو شازلمو د کارنامو  ننداره کوي.
د یوداسې چا په حیث چې د توچۍ په غاړه مې خاپوړې کړي، د توچۍ په یخو شګواو پسته غیږ کې لوبیدلی یم، د توچۍ له غاړو او چینو مې اوبه څښلې، د توچۍ د زرغونو غاړو جنت وږمه  هوا مې تنفس کړې او د همدې آب و هوا له برکته پاییدلی او دژوند کولو جوګه شوی یم، توچۍ بې له شکه ماته د مور حیثیت لري، ما ته دخپلې هغې مور چې له سینې مې یي شیدې رودلې او هغې توچۍ چې له چینو مې یي اوبه څښلې ډیر توپیر نشته، نوځکه د توچۍ  او وزیرستان درد په خپل تن او روح احساسوم.
د وزیر اولس بدې ورځې  د توچۍ غوندې زما خیالات او روحیات هم توپاني کړي دي،اوس زه له ځانه بې ځانه یم، ته وا زه د توچۍ سیند یم، دوزیرستان په لویشت لویشت کې غځیدلی یم او ددې شهیدپال او جهادپال وطن درد په رګ رګ احساسوم،اوس زما خیال ، تصور اواندیښنه هرڅه وزیرستان دی .
په زړه مې ګرځي د غرونو څوکې
حملې دبازو د زرکو کوکې
ووایه څه کا د روه نسیمه
ګیرا منګولې زېبا مښوکې
زما خو له وزیرستان وطن سره د روح او تن پیوند دی، چې نه یې شم غوڅولی، درد یي نه شم هیرولی او نه یي احساس نفي کولی شم ، زړه مې دی ددې  میړه وطن په  غمیزه په چیغو چیغو وژاړم ،وژاړم او تاسو هم راسره وژړوم .
ځکه له دې وطن سره نه یوازې زما دوجود او تن ريښه تړلې ، بلکې زما دیني او معنوي تړاو هم ورسره شته، تاریخ او زمانه دې یي هیر کړي، مګر زه به هیر نه کړم چې وزیرستان وطن همیشه  په سیمه د راغلي کفري سیلاب په وړاندې دوروستي کمر په حیث پاتې شوی .
هوکې، وزیرستان  د اندلس په پیڅه کې هماغه د شاهین دره ده، چې کلونه کلونه یي په یوازې سر له صلیبي کفر سره  مغزی وجنګاوو، دا ځنګل ځنګل او څیړۍ څیړۍ وطن دعصر د هر  بدربن مغیره ، موسی ابن ابي غسان او بشیر بن حسن  وروستی تم ځای دی ، له همدې ځایه  د دوخت د فردیناند او ابوعبدالله په  خوله  خاورې ورشنل کیږي  او هرځل یي د کفر د او نفاق د ستم یرغلونه په شا تمبولي دي .
راځئ څو شیبې د توچۍ د غاړې منظره وکړو ، د خیسوره له مازدیګره خوند واخلو، دشوال ، رزمک او وچ په ځنګلزارو سردرو راوګرځو، ترڅو پوی شو چې وزیرستان څه دی او توچۍ څه معنی ؟؟

تربیا…

لیکوال: حارث حدید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x