افغانستان

احمدضیاء مسعود د امریکايي عسکرو له وتلو وروسته د اوږدې جګړې خبرداری ورکوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ وږي، ۱۳۹۹ل): د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال او د شورای نظار د وژل شوي مشر احمدشاه مسعود ورور  احمدضیاء مسعود د امریکايي عسکرو له وتلو وروسته افغانستان کې د اوږدې جګړې خبرداری ورکړی دی.

د سولې او طالب زندانیانو په اړه د کابل حکومت د مشر اشرف غني د وروستیو متزلزلو ګامونو له امله د را ولاړ شوي حالت په غبرګون کې احمدضیاء مسعود دا څرګندونې په خپلې فیسبوک پاڼې کړي دي.

نوموړی د امریکايي عسکرو له وتلو وروسته ځکه د اوږدې جګړې خبرداری ورکوي، چې په خبره یې طالبان غواړي د چارو واګي په لاس کې واخلي او د کابل حکومت هم ځکه سوله نه غواړي چې د سولې په صورت کې له واک څخه لرې کیږي.

د پخلاینې عالي شورا په اړه هغه وايي، چې دغه شورا د سولې راوستلو لپاره هیڅ واک نه لري، تردې چې د پخلاینې شورا تراوسه د سولې  لپاره یوه تګلاره هم نه لري.

د احمدضیاء مسعود په خبره امریکایان هم په دې خبره پوهیږي چې دلته سوله نه کیږي، په همدې خاطر یې په لومړي سر کې طالبانو سره خپله لانجه په داسې حال کې حل کړه چې طالبان په ټاکنو هیڅ باور نه لري، ځکه دده په ګومان چې له دې لارې طالبان نه شي بریالي کیدای.

د پورته دلایلو  په اساس د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال له طالبانو سره د اوږدې جګړې د تیاري خبرداری ورکوي او په باور یې ددې جګړې بیه به د افغانستان ځورېدلی ولس پرېکوي.

د شورای نظار د پخواني مشر او د کابل جنګونو کې د مخکښ جنګسالار احمدشاه مسعود ورور په داسې مهال د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د اوږدې جګړې د تیاري خبرداری ورکوي، چې په کور دننه او نړیواله کچه د بل هر وخت په پرتله د افغان سولې لپاره نسبتا قوي اجماع رامنځ ته شوې او د شنونکو په باور له دې څرګندونو ښکاري چې د نظار شورا او جمعیت ګوند پاتې شوني غواړي افغانستان یوځل بیا د نوي یمو لسیزو په شان کورنۍ جګړې ته ورټیل وهي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

د امریکایانو د تیښتی وروسته به دا بیهمته غلامان دری میاشتی هم په ټول افغانستان کی ځانونه ټینګ نکړای سی ، او ټوله هیواد به د دی خبیثو د مرداریو څخه خلاص سی ان شاءالله

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx