شعـــــرونه

ړنګ ديوالونه/ صابر جان محصل

صابرجان محصل

را تاو له زندګۍ دي د ژړا ړنګ ديوالونه
ګلونه مرور دي د ښکلا ړنګ ديـــــوالونه

تيارو کي زندګي ده د يوچا په تمه تمه
سپږمۍ اسمان کي نشته د رڼا ړنګ ديوالونه

د ستورو له محفله چي سپوږمۍ ده کډه کړي
جفا شوه څومره ډيره د وفا ړنګ ديوالونه

د کلي هاغه مست مازديګري کلي کي نشته
چنار ګودر  زخمي دى د کلا ړنګ ديوالونه

خوښيو مو له زړونو هجرت کړى بلي خواته
د هجر په بمبار کي د خندا ړنګ ديوالونه

صابره! اميدوار اوسه د رب و لوى کرم ته
عقبى په زړه کي ساته د دنيا ړنګ ديوالونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx