ټولنیزه برخه

حاضر جوابي هم یو هنر دی!

مولوي محمدرضاء رحماني

زمونږ په ټولنه کې داسې څوک نشته چې یوه ورځ دې له داسې خبرو او پوښتنو سره مخامخ نه شي چې د هغوی ځواب ورکول به یې زړه نه غواړي ، اوهم دې د خلکو لخواء له سپکاوي سره مخ شوی نه وي.

د مثال په نوګه:
بعضې ځوانان په مجلس کې په بل ملګري ملنډې وهي غواړي د هغه عزت ولوټي داسې چلند زمونږ په جامعه کې ډېر پېښیږي ، که چېرته ته یو له هغو کسانو وې چې له داسې چلند سره مخامخ کېږي ، او له داسې خبرو ځورېږې نو د حل لاره یې داده!

اول: دداسې خبرو د آورېدو پرمهال باید هیڅ کله د پرېشانی او تنګۍ احساس او اظهار ونه کړی ، دداسې غبرګون په غوره کولو به اګرچې په لومړي سر کې تکلیف وي خو د بیا بیا په تکرارولو به یې ډېرې ښې او ګټورې پالې تر لاسه کړئ.

دوهم: چپوالی د یو چا لخواء په زورونکو الفاظو رېشخند وهلو چوپتیا او مسکا غوره کړئ ، دا به ستاسو لخواء پر ملنډه وهونکي دروند ګوزار وي ، او کنه خامخا مو ځواب ورکول وغوښتل نو له ښه ژور فکر کولو وروسته لنډ ځواب ووایۍ.

دریم: د مجلس هره خبره پر خپل ځان مه تماموۍ ، داسې فکر مه کوئ چې ګواکې دا سپکاوی ماته متوجه دی ، که ځان ته مو متوجه کړ نو په خپله سپېڅلتیا او ځواب ویلو به مجبورېږۍ ، دا په لوی لاس ځان په نښه کول دي ، په داسې صورت کې به ستاسو چلند کمزوری او مقابل لوری کامیابي مومي.

غوره داده چې مقابل لوری له بریا څخه په ډېره زېرکتیا منع کړې ، او د مجلس خبره په یو شخصیت تمامه نه شي ، په دې صورت کې مونږ د خپل عمل په أرزښت او پر ځان د باور موندنې پایلو ته رسو.

کله کله د بعضو خبرو او ناوړه چلندونو لپاره خلک حاضر جوابي ډېره پرځای بولي ، لکه یوڅوک د چا د اوږدوالي لنډوالي او غټوالي ، یا د چا پر شکل نیوکه کوي یا د واده پرنه کولو د لورګانو په درلودلو او همداسې د اولاد په نه درلودلو دا هغه انتقادونه دي چې ددې پر وړاندې باید هاغسې غبرګون وښودل شي څنګه چې مخکې یادونه وشوه.
خو بعضي خلک له ډېرې تېزی څخه کار اخلي داسې جواب وایي چې مقابل لوری ته په زړه کې تلپاتې داغ پرېږدي.

څو مثالونه :
یوه چاغه مېرمن باص ته ور پورته شوه، یو سړي غږ کړ ول دا موټر خو د فیلانو لپاره نه دی!
مېرمنې په نرمه لهجه ورته وویل:
وروره: دا موټر خو لکه د نوح علیه السلام کښتي داسې ده ، هم فیلان پکې سپریږي او هم خره.

یو مشهور لیکوال برناردشو ته یو کبرجن لیکوال وویل: زه ستا څخه غوره یم ، ځکه چې ته د مال دولت په اړه لېکنې کوې او زه د عزت او شرافت په اړه ، برناردشو ورته وویل:
هــو تا ښه وویل هرڅوک د هغه څه په لټه کې وي چې ضرورت ورته لري!

یو مشهور ړوند شاعر بشار بن برد ته یو غټ سړي وویل: خدای پاک چې له چا د سترګو نظر واخلي نو بدله یې ورکوي ، تاته یې څه بدله درکړه؟ بشار ورته وویل:
ما ته یې دا بدله راکړه چې تا نه وینم!

یوه ړانده سړي واده وکړ ، مېرمنې یې ورته وویل: که زما ښایست او سپینوالی دې ولید حیران به شي ، ده ورته وویل:
که دا رېښتیا وای نو سترګورو به ماته نه پرېښودې!

یوه سړي غوښتل پر متنبي ملنډې ووهي ، متنبي ته یې وویل: له لرې مې ولېدې ګومان مې وکړ چې دا خو ښځه ده! متنبي ورته وویل:
ته مې چې له لرې ولېدې ګومان مې وکړ چې دا خو سړی دی.

یوې بدرنګې ښځې یوه سړي ته وویل: که ته زما خاوند وای نو ما به قهوه کې زهر درکړي و!
سړي ورته وویل:
که ته زما مېرمن وای مابه یې په څکلو کې یوه لحظه ځنډ هم نوای کړی.

یو ټوقمار سړی یو کلي ته ولاړ یو چا ورته وویل: مونږ تا هسې نه پېژنو مګر په دا خره دې پېژنو! ټوقمار سړي ورته وویل:
هــو خره یو تربله ښه سره پېژني !

د برطانیا یو وزیر چې ډېر غټ وو ، برناردشو ته چې ډېر مانده او وچ و وویل: که ته چا ولېدلې نو ګومان به وګړي چې برطانیا له لوږې سره مخ ده! برناردشو ورته وویل:
که ته چا ولېدلې نو د لوږې سبب به ور معلوم شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx