نړۍ

نظرپوښتنه: اوباما د امریکا تر ټولو بد او د کرکې وړ ولسمشر دی

په امریکا کې د کوینیپیاک پوهنتون له لوري په شوې نظر پوښتنه کې د امریکا اوسنی ولسمشر بارک اوباما د امریکا تر ټولو بد ولمسشر بلل شوی دی، په امریکایانو کې دهغه د محبوبیت کچه تر جارج ډبلیو بوش هم ښکته ښوودل شوې ده.
په یاده نظر پوښتنه کې د امریکا تر اوسني مشر د هالیووډ د پخواني فلمي لوبغاړي رونالډ ریګن محبوبیت زیات دی. په نظر پوښتنه کې رونالډو څلویښت سلنه وګړو خوښ کړی دی او بلعکس بارک اوباما دېرش سلنه وګړو بد او د کرکې وړ ولسمشر بللی دی.
دا له دویمي نړیوالې جګړې وروسته د امریکا په دوولسو ولسمشرانو کې تر ټولو ښکته درجه او له یادې جګړې وروسته بارک اوباما دیو ولسمشر په توګه په ټول تاریخ کې د زیاتې کرکې وړ ولسمشر ښوودل شوی دی.
بارک اوباما په ۱۹۶۱ز کال د اګسټ په څلورمه د امریکا په هاوايي ایالت کې زېږېدلی دی، په ۲۰۰۵ز کال کې يې سنا ته لاره ومونده او په ۲۰۰۷ز کال د نظرپوښتنې له مخې هغه تر ټولو لیبرال سناتور وپېژندل شو.
بارک اوباما د ۲۰۰۸ز کال د نومبر په څلورمه په ټاکنو کې بریالی شو، چې نن د امریکا تر ټولو دکرکې وړ ولسمشر ګڼل کېږي.
په نظر پوښتنه کې ځینو ویلي دي، چې که په تېرو ټاکنو کې د اوباما پرځای مېټ رومني د هغه سیال راغلی وای، ښه به و.
تر بارک اوباما وړاندې جارج ډبلیو بوش د امریکایانو لپاره تر ټولو بد جمهور ریس ګڼل کېده، مګر په نوې نظر پوښتنه کې بارک اوباما د جارج بوش ریکارډ ورمات کړ او دی له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ډېر د کرکې وړ او بد ولسمشر وګڼل شو.
په شوې نظر پوښتنه کې د اوباما باندینۍ پالیسۍ، په افغانستان او عراق کې د جګړوپیل او د امریکا خراب اقتصادي وضعیت هغه څه دي، چې له نوموړي سره يې د کرکې ګراف لوړ کړی دی.
په افغانستان کې د امریکا جګړه له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا لپاره خورا اوږده جګړه ده، چې دوی پکې تر لسیزې ډېر وخت تېر کړ، همدارنګه د امریکا په تاریخ کې د افغانستان جګړه د ډېرو امریکایانو له لوري د ملامتیا وړ بلل شوې ده، او تر پنځوس سلنه ډېرو يې مخالفت کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x