نظــر

د خپلواکۍ جشن که د بلواکۍ ماتم!

محمد يوسف صابر

راځئ د سر په ګنهګارو سترګو نه،د ضمیر په سترګو د هیواد د آزادۍ برخلیک ته وګورو او بیا قضاوت وکړو،چې د ازادۍ جشن ولمانځو او که د آزادۍ د لاسه ورکولو ماتم وژاړو:

– د امیر حبیب الله خان حکومت ،د خپل پلار عبدالرحمان خان په میراث،د انګریزانو څخه په کال کې د څو لکو روپیو په بدل کې خپلې باندنۍ اړیکي د انګلیس دولت په سلا ټاکلې یعنې په حقیقت کې د افغانستان دولت په باندني سیاست کې استقلالیت نه درلود.اما هیواد داخلي استقلال درلود،خارجي پوځونه د افغانستان په خاوره کې نه وو. پر افغان دولت باندې د انګلیس د فشار یواځنۍ وسیله مالي مرسته وه.

د هیواد ویښ ضمیره روښانفکران د محمود طرزي، عبدالرحمان لودین،میر قاسم لغمانی،عبدالهادي داوي په سروالي د مشروطیت په د ویم غورځنګ کې را ټول وو او د لومړي مشروطیت د قربانیانو مبارزو ته یې د هیواد د بشپړ استقلال او ترقي په هدف ادامه ورکوله،تر هغه چې په ۱۹۱۹م کال کې یې د شاهزاده امان الله خان په وړاندې کولو سره ،اسقلال اعلان او د افغان باشهامته ولس په مټ یې د جګړې په ډګر کې وګاټه.

– د افغانستان اوسنی دولت په ۲۰۰۱م کال کې د امریکا متحده ایالتونو د پوځي اشغال محصول او تر ننه پورې د باندینیانو په مالي او پوځي مرستې ساه اخلي ،د افغان په پاکه خاوره ،د افغان ولس د ارادې پرخلاف ، د لودیز استعماري ځواکونو پوځونه پراته دي، په خپل زور او په خپله خوښه پوځي عملیات ،بمباري،شپني چاپې ،ترور او هر څه کوي.

په خپله سر ګریوانه ته کښته کړئ،په نننیو شرایطو کې د هیواد خپلواکۍ ته،چې د حبیب الله خان د پاچاهي تر وخته په بار بار بدتر حالت کې ده،خارجي پوځونه په پاکه افغاني خاوره غوبل کوي،د پنجابیانو آغزن سیم د افغاني خاورې په ټټر راکښول کیږي…د حبیب الله خان په وخت خو دا نادودې نه وې، اوس وخاندو او که وژاړو!
د افغانستان او عراق نظامي اشغال د نړیوالو له سترګو پټ او پناه نه دی او نړیوال یې، بې له شک اوشبهه د کلاسیکو اشغالونو په کتار کې راولي.د ا نو یواځې د افغانستان بده برخه ده،چې یو افغان « روښانفکر نما» یي اشغال نه ،بلکې د استعماري تبلیغاتو په پیرو یې لکه طوطي،د یوشتمې پیړۍ د نظامي،سیاسي او اقتصادي نظم برخه وګڼي،دا هغه روښانفکر نما دی،چې په استعماري ماحول کې د نړۍوالو روښانفکرو اندیښنو څخه بیګانه پاتې شوی.

د نړۍ تر ټولو لوړ تعمیر باندې د افغانستان د بیرغ راڅرګندیدل د هیواد د ازادي ښکارندوی نه ،بلکه د هغه ملا کیسه را په یادوي،چې د کوم هلک سره یې لواط کړی وُ او بیا یې پورته په اوږو کښینولی وُ او په بازار یې ګرځاوه…

په افغاني اخلاقو کې وطن همیشه ناموس ګڼل شوی دی،د ناموس په بستر غیر له خپل ځانه وورور،انډیوال،خپل،پردی هیڅوک د ځای حق نه لري.که خارجي تبلیغاتي رسنۍ د افغانستان اشغال ،اډې،زندانونه،وژنې…د نړیوال نظامي ، سیاسي او اقتصادي نظم برخه ګڼي ،هغوۍ حق لري.هغوۍ د خپلو نظامي،سیاسي او اقتصادي موخو ته رسیدو له پاره،نه د چا د ناموس داري پروا ساتي او نه هم دا اخلاقي ارزښتونه لري. دا زړې بابولالې یواځې موږ ته له نیکونو راپاتې دي.اما که یو افغان دا خبره وکړي !..تو لعنت دې په دا هسې منصفي شه ،چې له حقو و باطلو ته ګذر کړې.

په یو کور کې ،چې طفل پیدا شي،نو ټوله کورنۍ ورته خوښي کوي ،خو کله چې مړ شي(لکه زما ورور ډاکټرخوشحال) بیا نو ماتم یې نیسي . اوس موږ د هغه وخت د خپلواکۍ ترلاسه کولو جشن ونیسو او که نن د خپلواکۍ د بیرته ورکولو ماتم ؟ زه خو ځان لکه د خپل ورور ،د خپل هیواد د استقلال د لاسه ورکولو په ماتم کې احساسوم، د بلواکۍ مبارکي چاته هم نه وایم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx