افغانستان

کابل ښار کې ۳ چاودنو ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ وږي، ۱۳۹۹ل): نن د شنبې ورځ د کابل ښار پنځمې، اوومې او پنځلسمې امنیتي حوزو اړوند سیمو کې د ۳ مقناطیسي ماین چاودنو له کبله لږ تر لږه ۴ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته ویلي، لومړۍ چاودنه نن د کابل ښار اوومې امنیتي حوزې اړوند چهلستون سړک لپاسه پر یو کرولا  ډوله موټر پورې د نښلول شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی او د يو پولیس په ګډون ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

دوهمه چاودنه د د کابل ښار پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند آهنګرانو څلور لارې د پولیسو په رینجر موټر ترسره شوې، چې له امله یې ۲ پولیس ټپيان شوي دي.

د فرامرز په خبره درېیمه چاودنه د کابل ښار پنځمې  امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې رامنځ ته شوې، چې تلفات نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې هدفي وژنې او مقناطیسي چاودنو زور اخیستی، چې د نظامیانو ترڅنګ دیني عالمان او د سولې فعالان هم په کې په نښه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx