شعـــــرونه

بلبل د زړه مې خدایه کړې را ویښ په شومه دم/ کاروان

پيرمحمد کاروان

بلبل د زړه مې خدایه کړې را ویښ په شومه دم
چې ووایي نغمې ستا د ګلونو د شبنم

په یوه نرۍ موسکا یې کړه د امن په جنت
دا جوړ چې له جهان دی په جنګونو جهنم

مارغان د افغان هم دي سوي لوي په لمبو
خبر که ناخبر یې ابابیله د حرم

افغانې توتکۍ دي لکه تږې هاجرې
سېرابې یې کړه ربه بس د مینې په زمزم

دعا په عاجزۍ کوه وطن ته د افغان
یې ناست پر عرفات که په طواف وهې قدم

د مینې د جمال ربه را داسې زمانه
توپېر چې په کې نه وي د عرب و د عجم

لوستونکیه راسره وایه په دې دعا آمین
په عمر تر ما مشر یې که یې له مانه کم

ګلاب ګلاب نرګس نرګس غاټول غاټول نغمې
کاروان لیکي د پرخو پرخو اوښکو په قلم

۱ سنبله ۱۳۹۹ هجري شمسي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx