افغانستان

تخار کې یوځل بیا د نښتې پرمهال د «ملک تاتار» ۹ اربکیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ وږي، ۱۳۹۹ل): سیمه ییزې سرچینې وايي، د تخار په خواجه بهاو الدین ولسوالۍ کې تیره شپه یوځل بیا د «ملک تاتار» اړوند ۹ مسلح اربکیان وژل شوي دي.

د تخار د والي ویاند جواد هجري نن د شنبې په ورځ(۱ وږي) رسنیو ته ویلي، طالبانو تیره شپه ۱۲  نیمې بجې د خواجه بهاو الدین ولسوالۍ اړوند سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو(اربکیانو) په پوستې ډله ییز برید کړی، چې له امله یې ۹  تنه اربکیان مړه او ۲ نور ټپیان دي.

نوموړی زیاتوي، د مرستندویه عسکرو په ورتګ سره هلته نښته پای ته رسېدلې او طالبان بیرته خپلو مرکزونو ته ستانه شوي دي.

د هجري په خبره په دغه پېښه کې وژل شوي کسان د اربکیانو د مشهور قومندان ملک تاتار اړوند اربکیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه هم په یاده ولسوالۍ کې له طالبانو سره په نښته کې د ملک تاتار اړوند ۱۴ تنه اربکیان وژل شوي وو.

ملک تاتار چې په خواجه بهاو الدین ولسوالۍ کې د ګڼ شمېر نامسئولو وسله والو او اربکیانو مشري کوي، د ملکي خلکو په ځورونه، اختطاف او د کوچیانو په زرهاوو جریبه ځمکې په غصب تورن دی؛ خو د بشري حقونو سازمانونو د پرلپسې شکایتونو سربیره مرکزي حکومت نوموړی په واک کې ساتلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx