شعـــــرونه

ورځ د قیامت وه چې له تابېلېدم شپه نه وه/ ملنګ

دانش ملنګ

ورځ دقیامت وه چې له تابېلېدم شپه نه وه
بس مجبوري وه درب حکم ؤ چاره نه وه

دژوند په ټولو ارمانو مې خاورې واړولې
اوله شپه وه د واده نوره قیصه نه وه

دفراق خښتې مې دزړۀ په ړنګ انګړ غورځېدې
داشور زما دزړۀ ؤ خلکو زلزله نه وه

ماوېل ځه خیر دی بیابه جوړه کړو د وصل دنیا
خوبس څښتنه په قسمت کې مې هغه نه وه

دجنت حورو ته مې ستا ټوله قیصه وکړله
هغوی خندل وېل یې عجیبه ننداره نه وه؟

خدایه هغه حوره ددې حورو سرداره راکړه
دلته یې راوله دنیاکې یې مزه نه وه

خوښ یم خفه نه یم دانش ملنګ همدا مې سوال ؤ
زۀ لاپه خوا راتلم تیاره مې وېزه نه وه

دانش ملنګ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx