روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان؛ کرونا ویروس تر دوه کلونو له منځه ځي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ وږی، ۱۳۹۹ل): د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیدروس ادانوم ویلي دي چې هیله لري د کرونا ویروس له دوه کلونو په کمه موده کې په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي.

تیدروس دا هیله داسې مهال څرګندوي چې د کرونا ویروس دویمه څپه په ځينو اروپایي هېوادونو کې څرګنده شوې او د امریکا، برازیل او هند په ګډون یو شمېر هېوادونو د لومړۍ څپې څخه کړیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان تمه لري چې د کرونا ویروس به په ۱۹۱۸م کال کې په هسپانیا کې خپور شوی د انفلونزا ویروس څخه لنډ وخت ولري.

تیدروس ادانوم وایي، «که څه هم د کرونا مخنیوي پر وړاندې موږ ځینې خنډونه لرو خو د ټکنالوژي څخه په ګټه اخیستنې او په سترو وسیلو کارولو (واکسینونه) سره کولی شو له دوه کالو په کمه موده کې ددې مخنیوی وکړو».

له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان ویره ښودلې وه چې ممکن د کرونا وبا هیڅکله له منځه ولاړه نشي، او ددې لامل په واکسین موندلو کې ستونزې ښودل شوي دي.

اوسمهال په ټوله نړۍ کې ۲۲.۵ ملیونه وګړي د کرونا وبا له کبله اغیزمن شوي په داسې حال کې چې ۱۴.۴ ملیونه بیرته روغ شوي خو ۷۹۱ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx