ټولنیزه برخه

د مجازي حسن و ښکلا شهواني اور زړونه وژني!!!

محمد‌ عمر حماد

پر دواړو دې د الله لعنت وي:

رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي: لعن الله الناظر والمنظور الیه. ای الله! څوک چې بد نظري کوي ته پر هغه لعنت وکړې او پر هغه چا هم لعنت وکړې چې نورو ته ځان ښئي، یعنې پر ناظر او منظور دواړو دې د الله تعالی لعنت وي.

یادښت: د رسول صلی الله علیه وسلم له خوا ورته د لعنت یعنې د الله تعالی له رحمت څخه د لریوالي ښیرا څومره دردونکې او ویښونکې ده، ددې با وجود هم که څوک دې لعنتي عمل ته مخه کوي نو یقیني چې ډېر لوی ملعون به وي.

مبارک زړه او مبارکې سترګې:

ای خوشا چشمی که آن گریان اوست
ای همایون دل که آن گریان اوست

ژباړه: د روم مولانا رحمه الله وایی چې هغه سترګې مبارکې دي، کوم سترګې چې د الله تعالی په یاد کې ژاړي، او هغه زړګی مبارک دی چې د الله تعالی د عشق و محبت په اور کې سوځېږي.

سترګې د زړه دروازې دي:

د اسلام لمړۍ خلیفه ابوبکر صدیق رضي الله عنه فرمایي: سترګې د زړه دروازې دي، زړه ته ډېرې بلاوې د سترګو له لارې داخلېږي.

شاعر وایي:

په زړه کې چې څه غم دی دا ټول سترګو دی جوړ کړی
نور نه به ګورو چاته نور به پام کوو پر سترګو

فنا کېدونکي حسن  و ښکلا پورې زړونه مه تړئ:

کودکی از حسن شد مولای خلق
بعدی پیری شد خرف رسوا خلق ــــ مولانا روم رحمه الله

ژباړه: ښایسته هلک د خپل حسن و ښکلا پر وجه د خلکو سردار شه، خو کله چې پرې بوډاوالی راغلی او حسن و جمال یې لوټ شو نو بیا یې په خلکو کې هغه سروري و سرداري نه وه، نه د خلکو ورسره هغه محبت وو، بلکې اوس دومره ګمنام و هېر شه چې څوک یې پوښتنه هم نه کا.

بل ځای د همدې فنا کېدونکي حسن اړوند د روم مولانا رحمه الله فرمایي:

عشق با مرده نباشد پایدار
عشق را به حی و باقیوم دار

ژباړه: له فنا کېدونکو وجودونو او ښکلاګانو سره عشق و محبت تلپاتې او همیشنی نۀ وي، له همدې کبله له هغه حی و قیوم ذات سره محبت لازم بویه چې هیڅ فناء نه پرې راځي.

د روم مولانا رحمه الله فرمایي:

چون به بدنامي بر آید ریش او
دیو را ننگ آید از تفتیش او

ژباړه: هغه ښایسته او حسین هلک چې مجازي عاشقانو د حسن خدای ګاڼه او د هغه د ښکلا و حسن له کبله به یې له هغه سره روابط ساتل، کله چې د هغه پر مخ ږیره او بریت راغله، نو بیا د شیطان هم هغه هېر شه.

د شهوت اور په څه مړ کېږي!؟

نار شهوت چه کشد، نور خدا
نور ابراهیم را ساز اوستا
(مولانا رحمه الله)

د شهوت اور د الله تعالی په نور سره مړ کېږي، د الله تعالی د نور حاصلولو لپاره باید همېشه ژبه د الله تعالی په ذکر باندې لمده وساتل شي او د الله تعالی د دوستانو په مجالسو کې ناسته وشي.

ابراهیم علیه السلام چې د نمرودي اورونو منځ کې روغ سلامت پاته شۀ وجه همدا وه چې زړه یې د الله تعالی د نور کور وو، نو ځکه مولانا روم رحمه الله وایي چې اې استاده! ته هم خپل زړګي کې هغه نور جوړ کړه کوم چې ابراهیم علیه السلام جوړ کړی وو، هغه ته چې د نمردوي اورونو څخه نجات پر حاصل شه تاته به هم د شهواني اورونو څخه نجات حاصل شي.

محمد عمر حماد

درنښت!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رقیب اعظم

ډېره یوه ارزښتناکه او مهمه لیکنه.
پاک رب دې د ورورک قلم همدغه رقم تاند او هڅاند لري.
حی و قیوم ذات دې پخپل حفظ کې واخله.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x