افغانستان

پکتیا کې ۱۵ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ وږي، ۱۳۹۹ل): د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې طالبانو ته د ۱۵ دولتي عسکرو د تسلیمۍ خبر ورکړل شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي تیلیفوني پیغام کې ویلي، چې یاده شمېره دولتي عسکر تیره ورځ د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې له دوی سره یوځای شوي دي:

«تیره ورځ د پکتیا ولایت څمکنو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل ادارې ۱۵ تنه عسکر (شیرولی، باز، نور ولی، محمد ظاهر، شینو، رسول جان، رایات، شفیق، سحرګل، محمود، محمد امین، نورګل، عبدالمتین، خالو او نصیب) د دعوت او ارشاد مسئولینو په هلوځلو سره له خپلو دندولاس په سر او مجاهدینو ته راغلل.»

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمېدو لړۍ چټکه شوې ده، تیره میاشت هم له ۸۰۰ زیاتو دولتي عسکرو او پولیسو د خپلو دندو له خوشې کولو وروسته ځانونه طالبانو ته تسلیم کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx