روغتیا

د کرونا په اړه پر فیسبوک ملیونونه معلومات ناسم خپاره شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ وږی، ۱۳۹۹ل): د ټکنالوژي او خواله رسنیو پر مشهور ویب سایټ فیسبوک تور پورې کیږي چې د کرونا په اړه یې ۸۴ سلنه معلومات ناسم او د روغتیا سازمان د لارښوونو خلاف خپاره شوي دي.

که څه هم د فیسبوک مشر مارک زوکربرګ ژمنه کړې وه د کرونا په اړه به د ناسم معلوماتو خپرولو پر وړاندې مبارزه کوي، خو ددې سربېره فیسبوک له تېر کال راهیسې په ځانګړي ډول چې کرونا ویروس خپور شو تر اپریل میاشتې د پنځو هېوادونو ۳.۸ ملیارده لیدونکي لري چې ډیر یې د ناسم معلوماتو سره مخ شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان هغه مهال چې کرونا د امریکا په شاوخوا سیمو کې خپره شوه، خبرداری ورکړی و چې د کرونا وبا پر ځای به ددې معلوماتي معلومات ډير ژر خپاره شي چې دا به د اصلي ناروغۍ په خپراوي کې ډير رول ولوبوي، په دې اړه فیسبوک ډیر خطرناک بلل شوی دی.

د ډیلي میل ورځپاڼې د راپور سره سم،  د «آواز» په نوم یوې ډلې په فیسبوک کې د طبي معلوماتو پوسټونه تحلیل کړي، دوی موندلې چې د کرونا په اړه پر فیسبوک خپاره شوي یوازې ۱۶ سلنه معلومات د لارښوونو سره سم دي او پاتې نور ګمراه کونکي او ناسم ښودل شوي دي.

تحلیل کونکې ډله زیاتوي، ددوی د څيړنې د محتوا سره سم، ۸۴ سلنه معلومات چې د مقالو او پوسټونو په توګه په انلاین ډول پر فیسبوک خپاره شوي، لا هم پرته له خبرداري ورکولو شتون لري.

آواز ډله زیاتوي، د معلوماتو یوازې یوه کوچنۍ نمونه له ۳ ملیاردو ډير ځله لیدل شوې او د امریکا، انګلستان، فرانسه، جرمني او ایټالیا هېوادونو ته رسېدلي، دا هغه هېوادونه دي چې د کرونا ویروس له کبله ډير اغیزمن شوي دي.

د یادو پوسټونو زیات لېدونکي د ۲۰۲۰م کال اپریل میاشت کې پېښ شوي، چې د اټکل سره سم په دغه میاشت کې یوازې ۴۰۶ ملیونه لیدونکي لري.

د آواز ډله وایي چې فیسبوک د ژمنو سره سم او د طبي پوهانو د غوښتنو سربېره لا هم د کرونا په اړه د ناسمو معلوماتو پوسټونه نه دي حذف کړي، تر څو د کرونا مخنیوي کې مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x