افغانستان

کندز: د عسکرو په توپچي برید کې ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ وږي، ۱۳۹۹ل): د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې دولتي عسکرو د ملکي وګړو پر کورونو هاوانونه ویشتلي، چې له امله یې اووه ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

له سیمې څخه په همدې تړاو خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې تېره شپه د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ اړوند «دفتاڼو» سیمه کې عسکرو د ملکي وګړو پر کورونو هاوانونه ویشتلي، چې له امله یې څلور ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

که څه هم دولتي سرچینو لا د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو پر ملکي وګړو  د دولتي عسکرو بریدونه داسې مهال دي، چې حکومت له نړیوالو غوښتي، چې پر عسکرو باندې د طالبانو بریدونه وغندي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx