ورزش

اشبيليه لوبډلې د یوروپا ليګ اتلولي وګټله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ وږی، ۱۳۹۹ل): د هسپانوۍ لوبډلې «اشبيليه» ايټالوۍ لوبډلې «انټر ميلان» ته په ماتې ورکولو د اروپايي ليګ اتلولي په خپل نوم کړه.

د انټر ميلان او اشبيليه لوبډلو ترمنځ د اروپايي اتحاديې ليګ پايلوبه کې اشبيليه خپلې سيال لوبډلې ته په ۳-۲ ګولونو ماتې ورکړه.

دغه سيالۍ چې تېره شپه په … کې ترسره شوه، د لوبې په پنځمه دقيقه کې روملو لوکاکو پينالتي ګول وواهه، خو دغه مخکې والی تر ډيره پاتې نشو او په ۱۳مه دقيقه کې لوکا ډي يانګ ځوابي ګول وواهه.

په ۳۳مه دقيقه کې د اشبيليه لخوا لوکا ډي يانګ دويم ګول وواهه خو په ۳۵مه دقيقه کې د ډياګو ګوډين له لوري د انټر ميلان په ګټه ۲م ګول ووهل شو چې په دې سره لوبه په لومړۍ نيمايي کې ۲-۲ مساوي شوه.

د دريمې نيمايي په ۷۴مه دقيقه کې د اشبيليه لخوا ډياګو کارلوس لوبغاړي دريم ګټونکی ګول وواهه (دغه ګول په خپل ګول حساب شو چې د انټر میلان لوبغاړي روملو لوکاکو په پښه خپل ګول ته دننه شو) چې تر پايه د انټر ميلان خواريو يې مخه ونشوه نيولای او لوبه په ۳-۲ د اشبيليه په ګټه پای ته ورسېده.

هسپانوۍ لوبډلې په لومړي وار په ۲۰۰۶م کال کې د يادو سياليو اتلولي خپله کړې وه، بيا په ۲۰۰۷، ۲۰۱۴، ۲۰۱۵، ۲۰۱۶ او اوس په ۲۰۲۰م کې يې هم د شپږم وار لپاره اتلولي وګټله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx