افغانستان

کابل کې وسله والو د دفاع وزارت یو ډګروال وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل ښار په اتمه ناحیه کې ناڅرګنده وسله والو د دفاع وزارت یو تن ډګروال په ډزو وژلی.

طلوع نیوز په دفاع وزارت کې د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، چې د پوځ یو تن ډګروال نن ورځ «شنبه» د کابل ښار په اتمه ناحیه کې له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای د ناڅرګنده وسله والو په ډزو کې وژل شوی.

د راپور په بنسټ، وژل شوي ډګروال د دفاع وزارت په لوژستیک برخه کې دنده درلوده.

که څه هم تر دې دمه د نوموړي د وژل کېدو پره چا په غاړه نه ده اخستې؛ خو په دې وروستیو کې  په کابل ښار کې د دولتي لوړ پوړو چارواکو او امنیتي منسوبینو د ترور پېښې زیاتې شوې.

حکومت که څه هم د خپلو منسوبینو د ساتنې او د جینايي پېښو د مخنیوي په موخه د «امنیتي میثاق» په نوم یو پروګرام رامنځته کړ؛ خو د یاد پروګرام له رامنځته کېدو څو اوونۍ تېرېږي مګر کابل لا هم د امنیتي چارواکو او دولتي منسوبینو لپاره د ازادانه ګرځېدنې ځای نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx