افغانستان

لغمان کې ۲۰ تنه دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ وږي، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ په سلسله کې ۲۰ تنه دولتي عسکر په لغمان ولایت کې طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي تیلیفوني پیغام کې ویلي، چې یاده شمېر تسلیم شوي دولتي عسکر د لغمان ولایت د علینګار او بادپښ ولسوالیو مربوط دي:

د لغمان ولایت مرکز، علینګار او بادپښ ولسوالیو په مربوطاتو کې د کابل ادارې ۲۰ تنه عسکر او پولیس د امیر المؤمنین د عفوې له فرمان څخه په استفاده، له خپلو دندو لاس په سر او له مجاهدینو سره یوځای شول.»

په لغمان ولایت کې شل تنه دولتي عسکر او پولیس په داسې مهال طالبانو ته تسلیمیږي چې تیره ورځ ۱۵ تنه دولتي عسکر او پولیس د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې هم طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx