افغانستان

صدیقي: نړیوال دې زموږ پر عسکرو د طالبانو بریدونه وغندي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مشر «اشرف غني» ویاند «صدیق صدیقي» ادعاء کوي، چې طالبان پر عسکرو بریدونه کوي او ولسي وګړو بریدونه کوي چې له امله یې له سولې پروسې خلګ ناهیلي شوي.

نوموړي دغه څرګندونې پر خپل ټويټر لیکلي او طالبان یې تورن کړي، چې د کابل حکومت د نظامي ځواکونو تر څنګ یې پر ولسي وګړو هم بریدونه کړي او د سولې له پروسې څخه یې خلګ ناهیلي کړي.

صدیقي پر نړیوالو غږ کړی، چې د طالبانو له لوري کېدونکي بریدونه وغندي.

د ارګ له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې دفاع وزارت وړمه ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ادعاء وکړه، چې د هیواد په شمالي ولایتونو کې یې لسګونو طالب جنګیالیو ته مرګ ژوبله اړولې.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو، چې په بلخ، فاریاب، جوزجان، سرپل  او کندز ولایتونو کې د وړمې ورځې بریدونو په ترڅ کې ۹۰ طالب جنګیالي وژل شوي.

ورته مهال حکومت داسې مهال د طالبانو له لوري د جګړې د شدت له زیاتوالي سر ټکوي، چې اشرف غني د پاتې طالب بندیانو د خلاصون لړۍ درولې، چې له امله یې یاد  مذاکرات تر نامعلومې مودې ځنډېدلي.

تر دې وړاندې داسې تمې وې چې د روانې اګست میاشتې په ۱۶ مه به بین الافغاني مذاکرات پیلېږي او اوربند به د دواړو لورو تر منځ د خبرو لومړنۍ موضوع وي؛ خو له یادې نېټې شپږ ورځې وروسته لا هم د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو څرک نشته.

دا په داسې حال کې چې طالبان وایي، که پاتې بندیان یې خلاص شي، دوی تیار دي له ټولو افغان جهتونو سره د یوې اوونۍ دننه مذاکراتو ته کېني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx