نظــر

طالبان؛ او طالب ته سترګه په لار کابل!

استاد محمد زمان مزمل

ما دوه کاله مخکې همدېته ورته مقاله لیکلې وه هغه وخت زه(مزمل)،انجنیر احمدشاه او څه لرلیدي ځوانان عقیده وو چې دا جنګ کابل ته د طالب د راتلو پرته پای نه لري.

نن هم په یو لوی تفاوت چې زموږ د محدودو کسانو خبره او باور د دوه ثلث کابلیانو په زړه او مغزو کې ځاله کړې چې له خبرو یې له ورا همدا حقیقت زده کیږي چې کابل د طالبانو په انتظار کې دی.

څو ورځې مخکې دوه لویې جلسې وشوې چې د پارلمان وکیلانو، مطرح ژورنالیستانو، لیکوالانو آن د حکومت پخوانیو وزیرانو پکې شرکت کړی وه چې هغوی پکې د حال او قال په ژبه کابل حکومت مخاطب کړ چې د کابل دروازې باید د طالب پر مخه خلاصې شي.

دا چې ارګ او حکومت به له دې جلسو او له دې مخکې د بلا هغو ګردي میزونو چې په زیاتو کې یې د حکومت په نسبت د طالب راوستونکو شمیره دوه برابره وه له دې به ارګ او حکومت کیدای شي صحیح فهم اخیستی وي، کیدای شي غلط فهم اخیستی وي، ولې له کابل لرې طالب پکې د اظهاراتو او د سیاسي جامد دریځ له مخې داسې ښکاري چې هغوی د افغانستان او پخپله راتلونکي په اړه یوازې د امریکا په دریځ کې پر بدلون او په وروستي تړون حساب کوي چې دا معادله که د طالب د بریو په سجل کې یوه د حساب معادله ده ولې په افغانستان کې د بدلون په اړه او د طالب د راتلونکي سیاسي پړاو په اړه د امریکا تړون او د دریځ بدلون نه ښایي طالب د کابلیانو د دریځ د بدلون او د طالب لپاره پدې ایمانداره استقبال کې یوه بې تفاوته او کبرجنه محاسبه وکړي.

د همدې ځایه طالب مشرانو ته پکار دي چې طالب ته په منتظر کابل کې د یوه ښه بدلون په هیله او طمعه له خلکو او آن حکومت سره له کبرجن برخورد نه ډډه وکړي او کابلیان به د طالبانو په ساړه دریځ کې دغه جذبه د اوږدې مودې لپاره ونشي ساتلی او که خدای مکړه د اسلامي نظام او یا د طالب او ملت سیاسي احزابو په شمول د یو  قوي ملي نظام دغه د منتظر کابل بستر له جذبې نه خالي شو بیا که طالب راهم شي هلته به بیا کابل پردی شوی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

مزمل صیب ! طالبانو کرامو ته تر وسله وال جهاد دا ډیر دروند کار دی چی د کابلیانو او د نورو ښارونو د ښاریانو کړه وړه او مزاج د دین ، دآزادی او بیرته د افغانیت سره وتړی او جوړ یی کړی پدی چی د ښاری خلګو مغزونه د کفری ښکیلاک او د هغو د منافقو ټامی او خیاط غلامانو له خوا تر ډیره چټل سوی دی او د دی مرداریو پاکیدل ډیره حوصله او مهارت غواړی . هغه چی پاک سول هغو ایمان او افغانیت بیرته وګاټه خو هغه چی د پاکیدو ندی او یا غواړی چی همداسی چټل… نور لوستل »

طوطی

ګوړه ګوړه یاده وی خوله به مو شرینه وی. کابل نن سبا هغه د امارت د وخت کابل ندی چی حضراتو به د شریعیت راډیو له لاری اعلانونه کول. اوس کابل پنځوس راډیو ګانی لری او پنځه دیرش تلویزونی چینلونه. کچیری همو خرک، همو درک یاستی او اصلاح شوی نیاستی بیا کابل ستاسو ځای ندی، تاسو ته هماغه کویټه او پیښور ښه دی مه راځی. او کچیری سړی شوی یاست بیانو کولای شی سړیو سره ژوند وکړی بیا نو ښه راغلاست.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx