لیکنېنظــر

طالبانو؛ کابل ته پخیر راشئ خو د سولې او تفاهم په دروازو!

استاد محمد زمان مزمل

افغانستان پخپل سیاسي سوابقو کې یو کومیډي او تر کومیډي ټیټ تاریخ لري که د افغانستان معاصر تاریخ ته وګورئ نو سردارانو پخپل اختلاف له دغه عزیز ملت نه هاغه چانسونه پردي کړي چې که ددغه بدرنګ اختلاف ضایع کونکي بړبوکۍ نه وای نو د پتر کبیر معاصر او سیال اشرف هوتکي او د ناپلیون معاصر احمدشاه بابا بچیانو او لمسیانو او د اول نړیوال جنګ په بدو شرایطو کې چانس پیژندونکې امان الله خان به له دې هېواد نه د اروپا، فرانسې او د اسیا مړ شوی عثماني خلافت جوړولای شو.

د بده مرغه د اختلافاتو تسلسل ددې هېواد په تاریخ کې ننګین خاپونه پریښي چې تاریخ لولې ددې امیر اوله دوره ،د هغه بل دوهمه دوره او داسې دا ننګینې فتحې او سقوطونه پکې د یوه ژوندي ملت راتلونکې پر هغه افغانستان ودراوله چې دوه برابره یې د پرنګي په توبره کې او بیا د پاکستان په هغه جغرافیه کې ننوت چې د سیمې لپاره پکې د دواړو هېوادو کمزورو سیاستونو یو سیاسي سرطان جوړ کړی ده.

همداسې چې په تېره نیمه پیړۍ کې د سردارانو ځای سیاسي ډلو او بې تجربې سیاسي مشرانو اشغال کړ دلته هم زموږ په ژوند کې د اشرف غني حکومت لسم حکومت دی او پدې کلیکسون کابل کې ډیری ډلو د طالبانو په شمول یو ځل دې غولیدونکي ملت ته ځان ورپیژندلی هم دی.

د همدې ځایه چې طالب ورونه د امریکا په ماته او تړون د دویم ځل لپاره کابل ته را روان دي هغوی ته پکار ده چې د افغانستان خلک د امریکا د لفظ وروسته له هغوی دا غواړي چې که د سولې او تفاهم په لاره راځي نو د مظلومو کابلیانو زړونه او کوڅې ددوی پرمخ پرانیستې دي او هغه تنګ زړې ډلې او ماجرا غوښتونکي سیاستمداران چې غواړي بې طالبه کابل همداسې زموږ د بچیو، ساده عسکرو او زموږ د یتیمانو او کونډو په محرومیت وخوري هغوی به پکې یا پر نامرادۍ کابل کې ټیټ ژوند وکړي او یا به هاغو کورونو ته چې د افغانستان په کاونډیو هېوادونو کې یې جوړ کړیدي د بهرنیو په همکارۍ په یو پټ الوت کې ورشي.

طالب مشران باید د کابل د لوستو، نالوستو ،نارینوو او ښځینوو دغه ګمان چې دا ځل به له هغوی نه طالب یو متحد ملت جوړوي او د سولې لپاره به درې کلونه کار کوي او له پیکه شوې مسلمانۍ لپاره به لس کاله په حکمت او تفاهم کار کوي طالب مشران باید د کابلیانو دا ارمان، اندیښنې او دا د هغوی لپاره تلوسه په همدې قیمت واخلي چې طالبان به دا ځل په سوله کابل ته ننوځي…او پخیر دې راشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

مزمل صیب سلام ! هو راتګ یې زمونږ یوه زړه ارزو ده خو د شمال لنډغران غاښونه ورته تېروي !

جمیل

همداسی به وسی ، طالبان به پخیر او د سولی سره په لوړ سر او فاتح د کابل په دروازو ور ننوزی او د مبارکی فتحی سپین محمدی بیرغ به پر ارګ ورپوی ان شاءالله

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx