افغانستانسولې اړوند خبرونه

خوځون: د مصالحې عالي شورا به له طالبانو سره د سولې خبرې مخته وړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ وږي، ۱۳۹۹ل): د عبدالله عبدالله ویاند «فریدون خوځون» وایي، له طالبانو سره د سولې د خبرو مخته وړل د مصالحې عالي شورا پر غاړه دي.

فریدون خوځون دغه څرګندونې له ازادي رادیو سره په تازه خبرو کې کړې.

نوموړي ویلي، چې یاده شورا یوه ښځینه او څلور نارینه مرستیالان لري او په مشرتابه شورا کې یې  یو شمېر   جهادي شخصیتونه او بانفوذه سیاسي څېرې شته « د ملي مصالحې عالي شورا د مرستیالانو او رهبرۍ شورا د غړیو په اړه بحث پای ته رسېدلی، نوملړ چمتو شوی، په مرستیالانو کې یوه ښځه هم شامل ده، نن یا سبا به اعلان شي.»

د خوځون په خبره، د عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ د سیاسي هوکړې له مخې به مصالحې شورا له طالبانو سره د سولې خبرې مخته وړي.

خوځون که څه هم د تشکیلاتو په اړه نور جزئيات ورنکړل؛ خو یوې سرچینې  د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې د دغې شورا په مرستیالانو کې له بابر فرهمند او اسدالله سعادتي سربېره، د عزیزالله دین محمد، عبدالسلام رحیمي، مولوي عطالله الرحمن سلیم او یوې ښځې نومونه هم شته.

د سرچینې په خبره، په مشرتابه شورا کې د پخواني حکومت مشر «حامد کرزي» په ګډون یو شمېر مطرحې سیاسي څېرې شتون لري، چې شمېر یې ۴۴ تنو ته رسېږي.

یاده دې وي، چې د عبدالله او غني تر منځ د واک د وېش په هوکړه کې عبدالله ته پ ه کابینه، سفارت خانو او یو شمېر نورو دولتي بنسټونو کې د پنځوس سلنه ګمارنو د واک تر څنګ د پخلاینې عالي شورا مشري هم ورکړل شوې.

د شوي توافق له مخې، یاده شورا به له طالبانو سره د خبرو د مخته وړلو بشپړ صلاحیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

تر څو چی د طالبانو له خوا د سپارل سوی او د امریکی له خوا د منل سوی لست سره سم ټوله طالب بندیان نه وی خلاص سوی افغانی مذاکرات به پیل نسی .
دا د CIA او دهغو د غلامانو مکرونه به بریالی نسی ان شاءالله .
ای غلامانو ! کمربندان مو ټینګوی او پمپرس ډبل تړی د غازیانو زورور وارونه درته ګوری .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx