افغانستان

غني: د امان الله خان په دوره کې له کابل پرته ټول ولایتونه په تورتم کې وو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» ادعاء لري چې د امان الله خان په دوره کې له کابل پرته د افغانستان ټول ولایتونه په تورتم کې وو.

غني دغه څرګندونې وړمه ورځ د اماني دورې د ډيپلوماټ او لیکوال «ادیب خان افندي» د اثارو د مخکتنې په مراسمو کې کړې.

نوموړي په یادو مراسمو کې د افندي اثار د اماني دورې د دننني حالت هنداره یاد کړي، او د اماني دورې یو شمېر غلطیو ته یې اشاره کړې چې د نوموړي په خبره، د امان الله خان د دورې د ناکامۍ سبب شوې.

په معارف وزارت کې فساد، د سیاسي اجماع نشتون او د امان الله خان یو شمېر اصلاحات د نوموړي د اماني دورې د ناکامۍ عوامل وبلل او له قوله یې «دا باید په صراحت سره ووایو، چې په کابل کې روښنایي وه؛ خو د افغانستان نور ټول ولایتونه په تورتم کې وو.»

غني په داسې حال کې چې د علومو اکاډمۍ غړی او سپین ږیری لیکوال «حبیب الله رفیع»، «استاد اصف صمیم» او «اسدالله غضنفر» ورته مخامخ ناست وو؛ ادعا وکړه، چې شل کاله وړاندې په افغانستان کې دومره څوک نه وو چې په پښتو یې څه لیکلي وای.

د نوموړي له قوله، کله چې د مالیې وزیر وو، په خپله به یې له انګلیسي ژباره کوله؛ ځکه په پښتو کې چې څه لیکل کېدل، د ویلو نه وو.

د پوهنتون استاد «محمود مرهون» د یادې غونډې په تړاو پر خپله  فسبوک پاڼه لیکلي، چې اشرف غني «استاد حبیب الله رفیع» مخاطب کړ او ور یاده يې کړه چې په کتاب کې يې ډېرې املايي او انشايي تېروتنې شته.

د مرهون له قوله، غني د امان الله خان په تړاو وویل « امان الله خان هم خپلي ستونځي درلودلې یوه يې دا وه چي شاوخوا یې ټول غربیان را ګرځېدلي وه.»

یاده دې وي، چې د اشرف غني وینا پر ټولنیزو رسنیو باندې پراخ غبرګونونه پارولي او اشرف غني په درواغ ویلو تورن شوی..

غني هم یو ځل په خپله وینا باندې په نه کنټرول اعتراف کړی وو او یاده کړې يې وه، چې مېرمن یې خبرې لیکي او دده په څېر «بې خلطې فیرونه» نه کوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد

دیر بی سترگو او بی حیا انسان ده.
او مزدور او غلام هم ده

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx