ویډیو

طالبان د حقيقت او تبليغاتو ترمنځ-د رسنيو او قلم خاوندانو ته د امير خان متقي سپارښتنې«ويډيو»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ وږي، ۱۳۹۹ل): مولوي امير خان متقي له کابل څخه راغليو ليکوالانو، ژورنالستانو، مدني او سولې فعالانو سره د ليدنې پرمهال وويل چې الله تعالی دې داسې ورځ راولي چې ټول افغانان په خپل هيواد کې په يو ټغر سره راټول شو، هر څوک د هيواد په بيارغونه کې برخه واخلي او بيا مو ځوانان په سمندرونو کې د ماهيانو خوراک نشي.

ښاغلي متقي د قلم خاوندانو او هغو کسانو ته چې په خواله‌ رسنيو ته لاسرسی لري؛ مهمې سپارښتنې کړي څو د جګړې د خاتمې لپاره د هر اړخ سم انځور چې په حقيقت بنا وي ټولنې ته وړاندې کړي.

متقي وويل چې تېرو شلو کلونو کې ټولنې ته د طالبانو ډېر بد‌ انځور په مکرر او نه ستړي کېدونکي وړاندې شوی چې د ازالې لپاره به يې ډېر وخت او هڅو ته اړتيا وي، ځکه نو ټول هغه خلک چې رسنيو ته لاسرسی لري بايد خپلې هڅې ونه سپموي، ترڅو افغانان يو د بل په ژبه سره پوهه شي او سولې ته لار لنډه شي.

نوموړي د‌ دوستم زوی «باتور دوستم» ته چې کومې سپارښتنې وکړي؛ اورېدل يې د ټولو افغانانو لپاره مهم دي.

د ښاغلي متقي بشپړه وينا په لاندې ويډيو کې کتلی شئ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عمر منصور

خبرو کې يې سخت درد پروت وو خو د درد دوا يې هم په ډېره خوږه لهجه په بشپړ اخلاص سره وړاندې کړې وه

غ.حضرت

نبی علیه الصلوات والسلم همیشه مؤمنان د دروغو څخه منع کړی دی ځکه دروغ ویل اُم الفساد ګڼل کیږی.
دا دومره ناحق قتلونه او دا دومره مادی او بشری خسارات زما پلار را منځته کړی دی؟

جمیل

درواغجن د خدای دښمن دی .
دا دومره ناحق قتلونه او دا دومره مادی او بشری خسارات به ستاسو پلار نوی رامنځته کړی خو دا جوته ده چی بهرنی اشغالګرو او دهغو منافقو او بیهمته غلامانو رامنځته کړی . د شورویانو تر اشغال دمخه او د انګریزانو تر یرغل دمخه افغانانو پخپل منځو کی جګړی نه کولی او کومی جګړی چی اوس کیږی هغه هم د غربی استعمار ثمره ده .
د ټولی نړی هیوادوال پخپلو آزادی غوښتونکو ویاړی او فخر په کوی خو ځنی افغان لعنتیان تر هندوانو هم بی ایمانه او بیهمته دی .

غ.حضرت

ګوره جمیله! دا خو ښکاره خبره ده چی د هر هیواد خپلواکۍ غوښتونکی غورځنګونه ( وسله وال یا غیر وسله وال) د خپلو خلګو د پراخ ملاتړ څخه برخمن وی خو طالب مالب ددې معیار مصداق نه دی. طالب یوه انګرېزۍ او پنجاپۍ پروژه وه او دادی نن ورځ ئې د نړیوالو توطئو د بورس په بازار کی نور نوی او بَبَر مشتریان او خریداران هم موندلی دی. تېر ځل کابل ته د پاکستانی جنرال او مُلا ( او انګریزی سیوری ) په بدرګه کابل ته ننوتل او دا ځل ( که ئې کابل ته د ننوتلو پلان جوړ سوی… نور لوستل »

جميل

غلام حضرته ! بيا ئی تکراروم چی درواغجن د خدای دښمن دی ، نه پوهيږم چی پر خپل خالق او پر رسول ئی ايمان لری که څنګه او د اصحابو کرامو هلی ځلی او جهاد منی که نه ، هغوی خو ټوله مجاهدين وه . که تاسی دا ټوله منی نو پدی هم بايد وپوهيږی چی جهاد څه وخت او پر چا فرض دی او چا ته بايد مجاهد وويل سی ، هغه چی د کفری محاربو خدمت او د هغو په زر او زور مسلمانان قتلوی او د غاصبينو پلوی کوی هغه زمونږ په دين کی په کومو نومونو… نور لوستل »

غ.حضرت

زه او جمیل یو بل په دروغو تورنوو، دا چی د کوم کس ادعا رښتینی ده د الله پاک او خلګو قضاوت ته به ئې پرېږدو.
زه په ډاګه وایم چی طالب ډېر ناحق قتلونه او ظلمونه کړی دی او دا ددې معنی نلری چی زه یا کافر یا دروغجن وګڼل سم، اصلاً د طالب د حقانیت منل یا نه منل د ایمان او وطن پالنی پر اصالت هیڅ اغیزه نلری ضمناً دا می هم همیشه په ډاګه ویلی دی چی استعمار خصوصاً غربی استعمار او انګلوساکسونی شیطانی استعمار زموږ د بدبختیو ستر عامل دی.

مجاهد

د انسان په فطرت کی الله ج د الهی ازموینی د دوام دپاره حرص او قناعت اخښلی ، نیکمرغو کی قناعت او بدمرغو کی حرص وده کوی، هغوی چه د طالب مجاهدینو په اړه ګډی وډی وایی داسی نه ده چه دوی نه پوهیږی سره د پوهی ګډی وډی لیکی ، فرعون به د شپی ځان ته زندۍ او ورته نوری شکنجی ځانته ورکولی ، الله ج ته به یی ننواتی کولی، ویل به یی [[ زه دی بنده او ته می خدای یی، مګر ما اوس خلکو ته مه شرموه د ورځی به زه او د شپی به ته… نور لوستل »

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x