شعـــــرونه

شکر وطن خو مسلمان پاتې دی/عبدالغفار سربڼ

عبدالغفار سربڼ

كله رومي كله ساسان پاتې دی
نه ګوډ تيمور او چنگيز خان پاتې دی

چې زولنې په تش لاسو ماتوي
سړي په سيمه كې حيران پاتې دي

پښتون ولس كډه پرشا گرځوي
له پشتنو افغانستان پاتې دی

كوي نړۍ د زورورو  سلام
له چا پښتو له چا  ايمان پاتې دی

چانه څادر چانه څپلۍ پاتې شوې
چيرته هم مړی په ميدان پاتې دی

څيرې گريوان د  ناستې ځای لټوي
څوك چې په كور كې لالهاند پاتې دی

بلبل په چيغو مخ له بڼ اړوي
كله یو ګل دلته خندان پاتې دی

غليم په تورو ځپل کیږي ولې
زما په زړه كږ دا ارمان پاتې دی

زمونږ له زياره شو ملكونه  ازاد
په نړۍ پور د هر افغان پاتې دی

كه سر او مال او كورنۍ شوه تباه
شكر وطن خو مسلمان پاتې دی

خلك جلا جلا یادونه لري
ولس ډغرو ته حيران پاتې دی

همايون ليكي د بې وسو کيسې
ځكه په دوی كې قدردان پاتې دی

باتوره ځوانه ځان دې ساته ضرور
په لر او بر كې لا شيطان پاتې دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx